خبریال: داوود شاه‌مل

په داسې حال کې چې د ښځو د ححاب جبري کولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان له ګڼو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوی، د چارو یوشمېر شنونکي هم په دې باور دي چې دا فرمان به د افغانانو پر راتلونکې منفي اغېز وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه نورشاه نوراني وایي، سره له دې چې د ښځو حجاب په اړه صادر شوی فرمان له شرعي اړخه کومه ستونزه نه‌لري، خو اوسني وضعیت ته په کتو، د داسې فرمان صادرېدو ته اړتیا نه ‌وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا دا فرمان به په نړیواله کچه د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندنې او افغانستان سره پر مرستو ناوړه اغېز ولري.

نوموړي وویل: «ښه به دا وه چې په ښځو د حجاب په اړه د فرمان د صادرېدو پر ځای د نجونو د ښوونځیو پرانیستو په اړه فرمان صادر شوی وای. شرایط حساس دي اسلامی امارت اساسو شرایطو کی قرار لري، موږ د نړۍ مرستو او نړیوال مشروعیت ته اړتیا لرو، نو په داسې شرایطو کی اړتیا نه وه چې داسې فرمان صادر شوی وای.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه ډاکتر معین‌خان څمکنی هم د ښځو حجاب او تر هغې مخکې د نجونو ښوونځیو په اړه د اسلامي امارت پرېکړې په ګټه نه‌بولي او وايي، دغه ډول اقدامات نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکو ته زیان اړوي.

څکمنی د ښځو د حجاب او د نجونو د ښوونځیو پرانیستو په اړه د نړۍ په کچه د دیني عالمانو د یوې غونډې پر جوړېدو ټینګار کوي، څو ټولو اسلامي هېوادونو کې په دې اړه یو شان دریځ غوره شي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت دې د ښځو د حجاب پر ځای، ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو په څېر ډېرو نورو لومړیتوبونو ته پام وکړي.

د موضوع په تړاو د اسلامي امارت د ویاندویانو د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه‌شو، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو چې د نجونو او مېرمنو د حجاب مسله شرعي ده او باید دا فرمان عملي شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امر بالمعروف او نهې ‌عن‌المنکر وزارت د فرمان پر بنسټ، افغانستان کې ټولې ښځې مکلفې دي چې تر دې وروسته خپلې څېرې پټې کړي او کور څخه له چادري یا هم حجاب سره راووځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام