د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت نن په یوه تازه فرمان کې له ټولو مېرمنو غوښتي چې اسلامي حجاب مراعت کړي، کنه نو د بې‌حجابه ښځې «ولي» ته به سزا ورکول کېږي.  د اسلامي امارت له خوا پر ښځو د حجاب جبري کېدو پرېکړې ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامي امارت له خوا د مېرمنو د حجاب په اړه د دوی په وروستۍ پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي دا پرېکړه د بشري حقونو په ځانګړې ډول د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي په برخه کې د اسلامي امارت له هغو تضمینونو سره چې د دوی استازو له نړیوالې ټولنې سره په مذاکراتو کې کړي، توپیر لري.

اعلامیې زیاته کړې، یوناما به د دې پرېکړې په اړه د وضاحت په موخه ډېر ژر د اسلامي امارت له چارواکو سره وګوري. یوناما ویلي، د دې پرېکړې په اړه به د نړیوالې ټولنې له غړو سره هم سلا مشورې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوناما زیاته کړې، کله چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګېست میاشت کې پر افغانستان واکمن شو، له نړیوالې ټولنې سره یې خپلې کړې ژمنې تکرار کړې او وې ویل چې مېرمنو ته به د کار او  زده‌کړې اجازه ورکوي او همداراز په  ټولنه کې به خپل حقونه ولري.

یوناما څرګنده کړې، کله چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل د دوی پرېکړه په نړیواله او سیمه‌ییزه کچه وغندل شوه او د اسلامي امارت د نن ورځې پرېکړه به هم ښایي له نړیوالې ټولنې سره د دوی فاصله نوره هم زیاته کړي.

په همدې حال کې د بشري حقونو څار سازمان هم د ښځو د اجباري حجاب په اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي یې چې اسلامي امارت غواړي ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کړي.

د بشري حقونو څار سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې هیدر بار نن پر خپله ټویټر پاڼه کې د اسلامي امارت دوه «ښکاره موخو» ته اشاره کړې ویلي یې دي: «دوی غواړي نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه  بې برخې کړي. دویم دا چې ښځې او نجونې، د دوی له رضا پرته، د خپلو نارینه خپلوانو ملکیت او جایداد وګرځوي. دې قضیې ته د نړۍ غبرګون به  په ټوله نړۍ کې د مېرمنو پر حقونو اغېز ولري.»

د اسلامي امارت د دې پرېکړې پر وړاندې اروپايي ټولنې هم غبرګون ښودلی او ویلي، د دې پر ځای چې د اسلامي امارت حکومت پر مهمو مسایلو غور وکړي، پر عادي او  نا اړینو موضوعاتو باندې خپل وخت تېروي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي وان برانډ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، اسلامي امارت ډله د ۵۰سلنه افغانانو ازادي نقض کړې او د دې پر ځای چې د خوړو، روغتیا، ښوونې او روزنې او په اقتصادي برخه کې شته ستونزو او نورو مهمو مسایلو ته پام وکړي پر ډېرو غیر ضروري او عادي موضوعاتو خپل وخت تېروي.

دا غبرګونونه داسې مهال راپورته کېږي چې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت نن د ښځو د حجاب په اړه تازه فرمان صادر کړ، په دغه فرمان کې ویل شوي چې له دې ورسته ټولې مېرمنې باید اسلامي حجاب مراعت کړي. په فرمان کې راغلي، په هره جامه کې چې بدن پټ کړای شي، هغه حجاب دی، خو په دې شرط چې نازک او تنګ نه وي.

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویلي، د ښځو لپاره چادري د شرعي حجاب «بهترین» ډول دی. خو زیاته کړې چې د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم شرعي حجاب دی. دغه وزارت زیاته کړې، هغه مېرمنې چې شرعي حجاب نه مراعتوي، د کورنیو مشرانو ته به یې د مېرمنو د حجاب رعایتولو توصیه وشي.

په دغه حکم کې ویل شوي:« د بې حجابه مېرمنې دې په لومړي ځل کور په نښه شي د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړل شي، په دویم ځل دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي. په درېیم ځل دې ولي درې ورځې حبس شي. په څلورم ځل دې ولي محاکمو ته وسپارل شي څو په مناسبه سزا محکوم شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه حکم کې ویل شوي هغه مېرمنې چې په دولتي بنسټونو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي، له دندې شړل کېږي.

پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره پر ښځو زیات محدودیتونه لګول شوي دي. په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي پاتې دي.

له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز او دغه‌راز، په ځینو ولایتونو کې د رسنیو له لارې د ښځو غږ او تصویر نه خپرېدل د اسلامي امارت له نورو بندیزونو څخه وو چې تر دې مخکې پر دوی لګول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام