د ملګروملتونو د بشري حقونو نړیوالې شورا له تېرې دوشنبې راهیسې نړۍ کې د بشري حقونو او د کورونا ویروس د وضعیت په اړه خپله پنځوسمه غونډه پیل کړې ده.

دغه غونډه کې چې ټاکل شوې څلور اوونۍ به دوام وکړي، نن او سبا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه به په‌کې بحث وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې سره هم‌مهاله د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسووله هیدر بار افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې د افغان ښځو حقونه د نقض کېدو په حال کې دي.

نوموړې سلام‌وطندار سره د خبرو پرمهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت بدلولو او پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

نوموړې وویل: «په دغه ناسته کې موږ غواړو چې د عملي پروګرامونو لپاره جدي ګامونه واخیستل شي. دا چې ا.ا پوه چې د بشري‌حقونو د نقض په صورت کې څه ډول پایلو سره مخ کېږي او څه ډول کولای شو یو هېواد ا.ا ته ووايي چې په ۲۰۲۲ کال د بشري‌حقونو نقض د منلو نه دی.»

په ورته مهال هیدربار زیاتوي، تر هغو چې اسلامي امارت افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو نقض څخه لاس وا‌نه‌خلي، په رسمیت به ونه‌پېژندل شي او کومې هیلې چې نړیوالې ټولنې څخه یې لري، پوره به نه شي.

دې سره اسلامي امارت افغانستان کې د بشري حقونو نقض په اړه اندېښنې بې‌ځایه بولي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني سلام‌وطندار ته ویلي چې ا.ا ټولو شرعي او بشري‌حقونو ته درناوی لري او د ملګروملتونو د بشري‌حقونو شورا څخه غواړي چې د واقعیتونو پربنسټ، پرېکړه وکړي.

د اسلامي امارت بیا واکمنېدو څځه شاوخوا لس میاشتې کېږي او نړیوالو او کورنیو بنسټونو په دغه موده کې تل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت څخه اندېښنې څرګندې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل، افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مهم مورد دی چې په کور دننه او بهر سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام