د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار، کابل ته د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي له سفر سره هم‌مهاله، له هغه غوښتي چې د اسلامي امارت له خوا د افغان ښځو پر بهرني سفر د بندیز لرې کولو په اړه دې خبرې وکړي.

د بشري حقونو څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې په خپل ټویټر کې لیکلي چې فیلیپو ګراندي کابل ته په خپل سفر کې دې پر اسلامي امارت فشار راوړي څو  له محرم پرته له افغانستان څخه د ښځو پر سفر بندیز لېرې کړي. ټاکل شوې د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر کابل ته راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هیدر بار همداراز، پر هغو کسانو هم چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د ټولو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې. ورته مهال هغې ټینګار کړی چې د پاسپورټ ادارې فعالیت دې عادلانه شي او دغه اداره دې مصادره شوي پاسپورټونه بېرته ورګړي.

هغې همداراز، له فیلیپو ګراندي څخه غوښتي چې ټولو هېوادونو ته دې د وګړو د پنا اخیستو حق وریاد کړي.

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي و، هغه کسان چې عذر ونه لري له هېواد څخه د وتلو اجازه نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مجاهد ټینګار کړی د هغو مېرمنو لپاره چې غواړي بهر ته سفر وکړي د محرم شتون اړین دی. مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نجونې له محرم پرته تحصلي بورسونو ته تللې شي، وویل چې بهر ته په سفرونو کې د محرم شتون د ښځو لپاره “شرعي حکم” دی.

د اسلامي امارت د ویاند دا څرګندونې کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارول، وروسته ښاغلي مجاهد په خپل ټویټر کې د خپلو خبرو په اړه وضاحت ورکړ او وې ویل چې له هېواد څخه د افغانانو د وتلو په اړه د ده د څرګندونو هدف دا وو چې بې اسناد، غیر اصولي او په قاچاقي ډول بهر ته تګ چې هېوادوال له خطر سره مخ کوي منعه دی. هغه وویل هېوادوال چې قانوني اسناد یا بلن‌لیکونه لري کولی شي له هېواد څخه بهر ولاړ شي او هم په ډاډ سره بېرته هېواد ته راتللی شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام