شنونکي: د ا.ا کورنی سیاست د دوی د بهرني سیاست د ناکامېدو لامل شوی

د جون ۱۵ پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنېدو نېټې سره برابره ده. یوشمېر سیاسي شنونکي د ا.ا بهرنی سیاست ناکام بولي او وایي، ا.ا د خپل بهرني سیاست د بریالیتوب لپاره باید د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي. د دوی په وینا، اوسني حکومت له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د پام وړ بریا نه ده ترلاسه کړې.

شنونکي: روسیه ښايي سیمه کې د خپلو موخو لپاره د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه له یوه روسي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، د دې احتمال شته چې مسکو د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني. په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې ښايي روسیه سیمه کې د خپل نفوذ او ځانګړو موخو لپاره اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

کابلوف: روسیه ښايي د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د دې احتمال شته چې دغه هېواد د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني او د دې اقدام لپاره افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدو ته ړتیا ده. نوموړي پرون له یوه روسي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د دې موضوع لپاره د روسیې د ولسمشر او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست له لوري شرایط ټاکل شوي چې دې برخه کې به د جدي خبرو لپاره زمینه هم برابره شي.