په روزګان ولایت کې د یوه روغتون قابله وروسته له هغې مړه شوه چې د خپل ورور له لورې ورته ناسم درمل ورکړل شوي و.

پېښه پرون ۴ بجې د دهراوود ولسوالي د دیوانه ورخ کلي په روغتون کې رامنځته شوې چې یوه موسسه یې مالي ملاتړ کوي. دغې قابلې په یاد روغتون کې دنده لرله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په روزګان کې د «موو» موسیسې ولايتي مرستيال لعل‌محمد احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي، ياده قابله چې ناروغه وه، ورور يې د ډاکټر له لارښوونې پرته ورته سيرم لګولي و چې نيم ساعت وروسته یې ساه ورکړې ده.

د نوموړي په وینا، د دغې ښځې د مړينې په اړه نور جزيیات نه لري. په ورته مهال يوې بلي سرچينې بیا سلام‌وطندار ته ويلي چې د قابلې پر بدن د شنو نښو نښانونه لیدل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا په سيمه کې د سلام‌وطندار خبريال له پرون ورځې راهیسې د دغې موضوع د څېړنې هڅې وکړې، خو ولايت مقام، امنيې قومنداني او د عامي روغتيا رياست زموږ سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام