چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالي کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مسموم شوي چې له ډلې یې دوه ماشومان مړه او لس نور کسان مسموم شوي دي.

دا پېښه نن چهارشنبه د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالي په اخوند کلي کې شوې ده.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د روداتو ولسوالي د اوسېدونکي قاري ذبېح‌الله د کورنۍ غړیو هغه زهرجن چای څښلی چې په یوه چای جوش کې ورسره چرمښکۍ ایشېدلې وه.

د یاد چای له څښلو وروسته د یادې کورنۍ دوه ماشومان مړه شوي او پاتې نور چې څلور یې مېرمنې او پنځه ماشومان دي، مسموم دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د دې پېښې ټول مسموم شوي کسان د جلال‌اباد په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، د روداتو ولسوالي له پېښې ورته اووه مسموم شوي ماشومان، څلور مېرمنې او یو بل کس ور وړل شو و چې له ډلې یې دوه ماشومان په روغتون کې مړه شوي دي.

هغه وايي، پاتې کسان تر درملنې لاندې دي، خو د دوو نورو ماشومانو روغتیايي حالت هم نازک ښودل شوی دی.

د سنګر په وینا، تر اوسه ډاکټرانو نه ده معلومه کړې چې ایا رښتیا هم دا کسان د چرمښکۍ اوبو د څښلو له امله مسموم شوي او که کومه بله پېښه شوې چې وروسته به روښانه شي.

بله‌خوا د قاري ذبېح‌الله خوریی عرفان‌الله بیدار وايي چې د ماما کورنۍ یې د چرمښکۍ زهرجن چای نه، بلکې خرابه بوره خوړلې ده. د نوموړي په وینا، ماما یې یاده بوره په بازار کې اخیستې او د خرابوالي له کبله یې د کورنۍ ټول غړي مسموم شوي دي.

خو د روداتو ولسوالي مسوولان بیا تاییدوي چې یادو کسانو هغه زهرجن چای څښلی چې چرمښکۍ په‌کې خوټېدلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام