د ننګرهار سره‌رود، حصارک، چپرهار او لعل‌پوره هغه ولسوالۍ دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ په‌کې د «شري» ناروغي مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین چې ۷۲ زره ماشومان به په‌کې واکسین شي، پیل شو.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امیرمحمد افتاب د واکسین کمپاین د پرانېستې پر مهال وویل، د نورو سیمو په پرتله په دغو ولسوالیو کې د شري ناروغي پېښې زیاتې دي.

هغه زیاتوي چې په دغه کمپاین کې به د ۳۰۰ روغتیايي کاروونکو له‌خوا له پنځو کلونو د کم او له شپږو میاشتو ډېر عمرلرونکو ماشومانو ته واکسین وشي.

د نوموړي په وینا، د روان ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې ننګرهار کې شاوخوا شپږنیم زره کوچنیان پر «شري» ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې ۴۱ ماشومانو ژوند هم بایللی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افتاب وايي، که څه هم اوس د دې ناروغي د خپرېدو کچه تر پخوا کمه شوې، خو د دې لپاره چې راتلونکي کې خپره نه شي، د واکسین کمپاین یې پیل کړی دی.

د ننګرهار اوسېدونکي محمداسلم او ایمل خان د «شري» ناروغي د واکسین کمپاین پیلېدو هرکلی کوي او وايي، له دې ناروغي د کوچنیانو په خوندي پاتې کېدو کې به مرسته وکړي، خو غوښتنه کوي چې دغه کمپاین دې نورو سیمو ته هم وغځول شوي، څو د احتمالي ګواښ مخه ونیول شي.

د دوی په خبره، «شری» د ماشومانو لپاره یوه ګواښوونکې ناروغي دي او په‌کار ده چې مخه یې ونیول شي، څو ماشومان ترې خوندي پاتې شي.

«شری» یوه ویروسي ناروغي ده چې له یوه انسان څخه بل ته په اسانۍ لېږدول کېږي او تر ډېره د کوچنیانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي. د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وایي، هڅه کوي د واکسین لړۍ نورو سیمو ته هم ور وغځوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام