
یونیسف: تېر کال مو تر ۲ میلیون زیاتو ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق کړی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، تېر ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲ میلیون ډېرو افغان ماشومانو ته چې عمرونه یې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، تېر ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲ میلیون ډېرو افغان ماشومانو ته چې عمرونه یې

دغه وزارت نن یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین د هېواد په مرکزي، سویلي، ختیځو، لویدیځو، سویل ختیځو او شمال ختیځو حوزو کې په ۱۶ ولایتونو (کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس) کې د فبروري میاشتې له ۲۴مې تر ۲۶مې تطبیق کیږي.

د ا.ا د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي له روغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره ګډ کار او مرسته ورسره وکړي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل نن پر اېکس لیکلي چې جلالي دا غوښتنه د روغتیا نړیوال سازمان له سیمهييز مسوول سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام یاFAO د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو کې زرګونو لویو او وړو څارویو ته د لمپيسکېن په نوم د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین پیل کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو د څلورورځني کمپاین د پیل خبر ورکړ.
د دغه وزارت ویاند شرف زمان امرخېل وايي، په پام کې ده چې په دغه پړاو کې به له پنځو کلونو کمعمره اته میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

په روان ۲۰۲۴ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پنځم پړاو د یکشنبې ورځ په هرات ولایت کې پرانېستل شو.
د هرات د عامې روغتیا ریاست د ماشومانو څانګې مسوول همایون فیضي وايي، په دغه پړاو کې چې سبا دوشنبه په رسمي ډول په دغه ولایت کې پیلېږي، تر پنځه کلنۍ کمعمره ۳۹۱ زره او ۸۰۸ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.

د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین نن د کابل په ګډون د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې پیل شو. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د ګوزڼ ضد واکسین دغه پړاو چې څلور ورځې دوام کوي، کور په کور او جومات په جومات پلی کېږي. هغه زیاتوي چې د دغه کمپاین پر مهال به یوولس میلیونه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین شي.

د پروان اوسېدونکې نازنین هغه مور ده چې ماشوم یې پر شري ناروغي اخته شوی او له پنځو ورځو راهیسې د دغه ولایت په سل بستریز روغتون کې بستر دی. هغه وايي، دا چې خاوند یې د بچیانو د واکسینولو اجازه نهده ورکړې او همدا لامل دی چې پر شري اخته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، نن دوشنبه د کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ګډون، د هېواد په ۲۳ ولایتونو او ۲۱۷ ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپیان پیل شوی چې او په درېوو ورځو کې به څه باندې شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.

په روان زېږدیز کال کې د ګوزڼ ناروغي د واکسین د کمپاین درېیم پړاو نن (د غويي ۲۴مه، د یکشنبې ورځ) په هرات کې پیل شو. د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال آصف کبیر سلاموطندار ته ویلي چې یاد کمپاین ملاتړکوونکی دی او پر مهال به یې د هرات ښار په ګډون، د شینډنډ ولسوالي او په مسلخ او شیدايي کمپونو کې د کورنیو بېځایه شویو ماشومان واکسین شي.

د ګوزڼ ناروغي د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز مسوول نېکوليشاه مومن سلاموطندار ته ویلي چې په ننګرهار کې یې د دې ناروغي یوه مثبته پېښه ثبت کړې ده.
د نوموړي په وینا، یو څلور کلن ماشوم په بټيکوټ ولسوالي کې پر دې ناروغي اخته شوې ده. هغه وايي چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ لومړنۍ پېښه ده چې په هېواد کې ثبتېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روزګان ګېزاب ولسوالي کې د واورو ورښت او لارو بندېدو له کبله ماشومان د پولیو ضد واکسین کپماین څخه پاتې شول.

د عامي روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې يې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

نن په هرات کې د شري او ګوزڼ ناروغیو د واکسین کمپاین پیل شو. د هرات روغتیايي مسوولان وايي، ټاکل شوې د واکسین په دغه پړاو کې له رباطسنګي او ادرسکن ولسوالیو پرته د هرات په کچه څه باندې ۵۰۰ زره ماشومانو ته چې عمرونه یې له نهو میاشتو تر پنځو کلونو پورې وي، د شري او تر پنځه کلنو ماشومانو ته هم د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن د هېواد پنځو مرکزي ولایتونو کې د لمپيسکېن ناروغۍ پر وړاندې څارویو ته د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د شري ناورغي د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو له اندېښنو وروسته سلاموطندار ته ویلي چې هېواد کې یې د شري ناروغي د زیاتوالي مخه نیولې او په ډېری سیمو کې یې لپاره د واکسین کمپاین هم پیل شوی دی. ډاکټران