Asset 1SWN

سږ کال د ګوزڼ لومړنۍ مثبته پېښه په ننګرهار کې ثبت شوه

download

د ګوزڼ ناروغي د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز مسوول ډاکټر نېک‌ولي‌شاه مومن سلام‌وطندار ته ویلي چې د ننګرهار په بټي‌کوټ ولسوالي کې یې د ګوزڼ ناروغي یوه مثبته پېښه ثبت کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یو څلور کلن ماشوم په بټي‌کوټ ولسوالي کې پر دې ناروغي اخته شوې ده. هغه وايي چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ/پولیو لومړنۍ پېښه ده چې په هېواد کې ثبتېږي.

د مومن د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتو پېښو، په ۲۰۲۱ کې د څلورو او په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې هم د دوو مثبتو پېښو شاهد و.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د را روانې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شي. د مسوولانو په وینا، د ګوزڼ واکسین په دې دوره کې به ۶،۴ افغان ماشومان واکسین شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغي په‌کې له منځه نه‌ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام