Asset 1SWN

ختیځو ولایتونو کې به ۱.۱ میلیونه ماشومان ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي

فلج-اطفال

د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې یې له پنځو کلونو څخه کم‌ عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وویل، دغه کمپاین کې به ۱.۱ میلیونه ماشومان ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: دا اوس چې د هېواد په ختیځه حوزه کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شوی دی د دریو ورځو په موده کې به یو اعشاریه یو میلیون ماشومان واکسین شي.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، هېواد کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي تر بل هر وخت ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یاد وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ یوازې دوه مثبتې پېښې لري چې یوه یې کونړ او بله یې پکتیکا کې ثبت شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام