روزګان کې د جګړې یوه معلول سلګونو کسانو ته د سپورټ اسانتیاوې برابرې کړي

د روزګان په مرکز ترینکوټ کې ۳۵ کلن جانان چې ۱۰ کاله وړاندې د ماین چاودنې ښکار شو او په یوه پښه ګوډ شو، خو همت یې له لاسه ور نه‌کړ او له پنځو کلونو راهیسې یې سلګونو ځوانانو ته د سپورټ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نړیوال بانک: له هرو درېوو افغان کورنیو دوه یې په سختۍ خوړو ته لاسرسی مومي

نړیوال بانک د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د ژوند شرایطو ارزولو په اړه د تازه سروې پایله کې ویلي چې افغانستان کې د ژوند شرایط اوس هم سخت دي. دا سروې چې د روان ۲۰۲۲ کال په جون او اګېسټ میاشتو کې شوې، په‌کې راغلي چې د هرو درېوو افغان کورنیو له ډلې دوه یې په سختۍ د اړتیا وړ توکي چې خواړه هم په‌‌کې شامل دي، ترلاسه کوي.

کندهار کې یوه ۱۶ کلن هلک ځان را ځړولی

د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلام‌وطندار ته ویلي چي یوه ۱۶ کلن هلک د دغه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د خوشکیار کرنیز مارکېټ په دویم پوړ کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې تړل‌کېدل؛ د پکتیا د ګمرک عواید کم شوي

د پکتیا ګمرک مسوولان وايي، په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د دروازې له تړل‌کېدو وروسته د یاد ولایت د ګمرک عواید کم شوي دي.

د پکتیا د ګمرک مرستیال مصطفی سلام‌وطندار ته ویلي، ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې د تړل‌کېدو له کبله د ګمرک عواید د ورځې له ۴۵میلیونه افغانۍ څخه دوه نیم میلیونه افغانیو ته کم شوي.

د کابل په یوه جومات کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

د کابل امنیتي مسوولان وايي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه‌رواش سیمې په یوه جومات کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ نن چهارشنبه د لیندۍ دویمه سلام‌وطندار ته ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

اوچا: ۲۴میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په ورته مهال اوچا ویلي چې د توکو د بیو لوړوالي سره هم‌مهاله د ۲۴ میلیونه افغانانو اړتیا ډېره شوې او دوی په بېړنۍ توګه ګرمو جامو، سرپناه او د ځانونو د ګرمېدو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري.