Asset 1SWN

ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې تړل‌کېدل؛ د پکتیا د ګمرک عواید کم شوي

IMG-20221123-WA0032

د پکتیا ګمرک مسوولان وايي چې د ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د دروازې له تړل‌کېدو وروسته د یاد ولایت د ګمرک عواید د پام وړ کم شوي دي.

د پکتیا د ګمرک مرستیال مولوي مصطفی سلام‌وطندار ته ویلي چې ډنډپټان کې له پاکستان سره د خرلاڅي دروازې د تړل‌کېدو له کبله د پکتیا ګمرک عواید د ورځې له ۴۵میلیونه افغانۍ څخه دوه نیم میلیونه افغانیو ته کم شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې یو‌شمېر سوداګر وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د خرلاڅي دروازې د تړل‌کېدو له کبله دواړو خواوو ته له سوداګریزو توکو بار لسګونه موټر ایسار پاتې دي.

دوی زیاتوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغه لاره تړل شوې چې له امله هره ورځ سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.

یوه سوداګر خالد مقبل سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرو لسو ورځو راپدېخوا د دواړو غاړو ته د سوداګرو لسګونه موټر ایسار دي چې په ترڅ کې یې د سوداګرو ځینې مالونه له‌منځه تللي دي.

د نوموړي په وینا، په موټرو کې هکۍ، چرګان او داسې نور توکي بار دي چې ژر خرابېږي او ځینې یې خراب شوي چې له امله یې سوداګر زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې سوداګر شکایت کوي چې له کرښې هغې غاړې هره ورځ له سوداګریزو توکو بار هر موټر څخه له ۳ تر ۵۰۰۰ کلدارې اخیستل کېږي چې دې چارې پر دغه لاره سوداګري هم اغېزمنه کړې ده.

بل‌خوا د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوولان هم تاییدوي چې د ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د دروازې د تړل‌کېدو له امله سوداګر زیانمن شوي دي.

دوی همداراز زیاتوي چې د یادې لارې د تړل‌کېدو له کبله هغه کاریګر هم وزګاره شوي چې یاده سیمه کې به یې له موټرو څخه سوداګریز توکي ښکته کول او یا به یې موټرو ته مالونه بارول.

د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب ګردېزی ټینګار کوي چې هر څه ژر باید دغه لاره بېرته پرانېستل شي او په وینا یې، که داسې ونه‌شي، سوداګر به له دې هم زیات زیان وویني.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دغه دروازه وروسته له هغې وتړل شوه چې یاده سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د یوه سړک د جوړېدو پر سر نښتې وشوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام