د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته څېرمه د خښتو بټیو د دغې سیمې اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي چې هره ورځ له دوو تر پنځو ناروغان له یادو سیمو ډاکټرانو ته مراجعه کوي.

د شبرغانو ښار د «خاتون‌کلا» ځینې اوسېدونکي وايي، د خښتو بټۍ له سهار تر ماښامه د موټرو ټایرونه سوځوي چې دغه سیمه کې د هوا ککړتیا او د بېلابېلو ناروغیو لامل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

دوی زیاتوي چې د خښتو بټۍ نه یوازې دا چې انسانانو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا کوي، بلکې دود یې پر کرنیزو ځمکو او باغونو هم منفي اغېزې کړې دي.

د دوی په وینا، دامهال «خاتون‌کلا» سیمه ک شاوخوا ۳سوه کورنۍ اوسېږي چې نیمايي یې د خښتو بټیو د دود له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د دغې سیمې اوسېدونکي محمد اصف سلام‌وطندار ته وویل: «د خښتو بټیو دود په خطر ناروغه شوی یم، که ورته ووایو بیا د زور خبرې کوي، دود یې ډېر ضرر لري. د خښتو بټیو کې ټوله ورځ د ډبرو سکاره او د موټرو ټایرونه سوځوي چې د ناروغیو لامل کېږي.»

د جوزجان مدني فعالان د اوسېدو کورونو ته نږدې د خښتو بټیو شتون یوه جدي ستونزه بولي. دوی سلام‌وطندار ته وویل چې شبرغان ښار کې تر ډېره د خښتو بټۍ د هستوګنې کورونو ترڅنګ جوړې شوي چې خلکو یې پر تنفسي او نور ناروغیو اخته کړي دي.

د دوی پر وینا، اړتیا ده چې د هوا ککړتیا مخنیوي او د چاپېریال ساتنې لپاره د شبرغان ښار اړوند سیمو کې د خښتو بټیو فعالیت ودرول شي.

جوزجان کې مدني فعال عبدالمتین سدید وویل: «که د خښتو بټۍ زیاتې شي، د هوا ککړتیا ورسره زیاتېږي، ځکه دوی وايي چې د ډبرو سکاره سوځوي. همداراز دوی ښايي هغه توکي هم وسوځوي چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي او باید د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري یې سیمه څارنه وشي.»

د جوزجان د چاپېریال ساتنې ریاست د عامه پوهاوي او اطلاعاتو مدیر سیدعارف یاردم وویل، دامهال شبرغان ښار کې څه باندې ۳۰ د خښتو بټۍ فعالیت لري او دغه اداره هم ورڅخه څارنه کوي.

د هغه په وینا، د سوند توکو د بیې تر لوړېدو وروسته د خښتو ځينې دغه بټۍ له فعالیته لوېدلي دي.  نوموړی وايي چې دوی دغه ولایت کې د خښتو بټیو له فعالیت جدي څارنه کوي او که ستونزه رامنځته کېږي، کولای شي چې د خښتو بټیو فعالیت ودروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د جوزجان د امانت‌دارۍ شبکې د افغاستان د روڼتیا څار سازمان سره په همغږۍ د دغې ستونزې مشخصولو او ورته د حل‌لارو موندلو لپاره یوه ټول‌پوښتنه په لاره اچولې چې ډېر ژر به یې پایلې خپرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام