Asset 1SWN

د پروان اوسېدونکي د «پروان امبولانس» د خدمتونو له کموالي سر ټکوي

4

د پروان امبولانس د فعالیت له کمېدو وروسته د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، له سیمو څخه روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو په لېږدولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. د دوی په وینا، دا ستونزه لامل شوې چې خپل ناروغان په لوړ لګښت روغتون ته ولېږدوي او کله‌ناکله داسې هم کېږي چې ناروغان یې په لاره کې ساه ورکړي.

د پروان اوسېدونکی احمد وايي، یو خپل یې ناروغ و او د پروان امبولانس د نه راتګ او پر وخت روغتون ته د لېږدولو له کبله مړ شوی دی. هغه له مسوولانو غواړي چې دا ستونزه حل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

احمد زیاتوي: «پروان امبولانس مخکې ښه و، کله به چې د سالنګ پر لویې لارې کوم بیړنی ناروغ پیدا شو، زنګ به مو ورته وواهه، کله به راورسېد او کله نه. امبولانس دې فعال وساتي، څو بیړني ناروغان ژر روغتون ته ولېږدوي.»

د پروان یوه اوسېدونکې فريحه وايي، خلکو ته د بیړنیو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړتیا ده چې پروان امبولانس خپل خدمتونه پر وخت او چټکتیا سره سر ته ورسوي.

نوموړې وايي: «ډېر مهم دی، پر یوه کس نیمه شپه د زړه یا مغزو حمله راځي، نسايي ولادي ستونزه ورته پیدا کېږي؛ د پروان امبولانس فعالیت ډېر کم دی. که فعالیت وکړي، خلک زنګ ور ووهي، ژر راورسېږي، د یوه کس ژوند ژغوري.»

په ورته وخت کې د پروان د ملكي روغتون سرطبيب عبدالخليل حيدري هم وايي چې په دې وروستيو كې د پروان امبولانس خدمتونه كم شوي او روغتون ته له سیمو څخه د ناروغانو په لېږدولو كې همكاري نه كوي.

نوموړی زیاتوي: «دوه میاشتې کېږي چې فعالیت نه کوي. ناروغان به د ورځې یا شپې په ولسوالیو او کلیو کې پیدا کېدل، له سیمې به یې روغتون ته را لېږدول، د ناروغ د مړینې مخه به یې نیوله. موږ دوه امبولانسونه لرو چې یا خراب وي او یا کابل کې وي.»

د پروان د عامې روغتیا ریاست د پروان امبولانس امر هجرت‌الله حقپال هم دا ستونزه مني او وايي، د پروان له روغتیايي سکټورونو سره د تمویلوونکو بنسټونو د نه ملاتړ له امله د دوی خدمتونه درې برابره کم شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «زموږ خدمتونه خو اوس عادي روان دي. هغه مو چې له موسسو سره قرارداد کړی و، فعالیت مو زیات و. په یوه میاشت کې به مو نږدې ۹۰۰ ناروغان له سیمې روغتون او له روغتون څخه بل روغتون ته لېږدول. خلک ډېر زنګونه وهي، زموږ فعالیت کم شوی. په میاشت کې ۲۰۰ ناروغان لېږدوو. امبولانس خو د نسايي ولادي ناروغانو، ماشومانو، ټپیانو او بیړنیو حالاتو لپاره دی، خو دا خلک د شپې له‌خوا ډېر زنګونه وهي، مزاحمت کوي، وايي زموږ جنازه ولېږدوئ.»

د يادونې ده چې د هېواد په یوشمېر ولايتونو کې د وړيا امبولانس خدمتونو ته د خلکو لاسرسى محدود دى او په لرو پرتو سیمو کې بیا ورته هېڅ لاسرسی نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام