Asset 1SWN

د پکتیا د درېوو ولسوالیو اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لرو

Paktia 123

 د پکتیا د یو‌شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د تېرو شلو کلونو پر مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له روغتیايي او نورو خدمتونو له پامه غورځول شوي دي.

د پکتیا شواک، ګرده‌څېړۍ او وزې ځدراڼ هغه درې ځدراڼ مېشتې ولسوالۍ دي چې تېرو شلو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې ورته پام نه دی شوی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې د روغتیا برخه کې خدمات نه‌لري او د پخوا په شان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د ولسوالیو مرکزونو کې جوړ شوي کلینکونه هستوګنیزو سیمو څخه ډېر لرې دي. د دوی په وینا، یادو کلینکونو کې نه درمل شته او نه هم امبولانس چې د اړتیا پر مهال عاجل ناروغان مرکز ګردېز او یا نورو روغتونونو ته ولېږدوي.

د شواک ولسوالي یوه اوسېدونکي قدیم وویل: «موږ دلته داسې نه ده چې کلینیکونه نه‌لرو، دلته دوه کلینکونه لرو، خو په دې کلینیکونو کې بعضي شیان نیمګړي دي. روغتیایي خدماتو ته زموږ لاسرسی نه‌کېږي، ځکه غرنیزې سیمې دي، سرکونه نشته کله چې یو مریض د غره له سره راکوزو او کلینیک ته یې رسوو، ساحه لرې ده، سرکونه نشته او نه هم جوړ دي، نو ناروغ ته زیات مشکلات نور هم جوړیږي. په کلینکونو کې دا مشکلات لرو چې امبولانس نلرو درملو ته لاس رسی نلرو ډېری وخت چې خلک کلینکونو ته ورشی خو درمل پکې نه وي.»

د وزې‌ځدراڼ اوسېدونکي اخترجان بیا وايي چې هره ورځ د یادې ولسوالي روغتیايي مرکز ته څه باندې سل ناروغان مراجعه کوي چې په وینا یې، د درملو او مسلکي کسانو له نشتون سره مخ دي.

هغه وویل: «څه باندې سل نفره ناروغان راځي، خو په کلینک کې درمل نشته او نه هم مسلکي ډاکټران شته؛ بل دا چې د خوست او پکتیا عمومي لاره هم ده، که ټکر رامنځته کیږي او یا هم موټر چپه شي هغه عاجل ناروغان چې دلته راوړل کیږيو د هغو ناروغانو لپاره هېڅ درمل نشته، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دا کلینک سي ایچ سي دی باید ډي ایچ ته ارتقا وکړي.»

پکتیا کې د ځدراڼو د درېوو ولسوالیو اوسېدونکي زیاتوي چې کلینکونو کې نارینه او ښځینه مسلکي ډاکټران هم نشته چې د سختو ناورغانو درملنه وکړي. دوی غوښتنه کوي چې یادو درېوو ولسوالیو ته دې د روغتیا په برخه کې پام زیات شي. په ورته وخت کې د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم د روغتیا برخه کې د ځدراڼ مېشتو ولسوالیو ستونزې تاییدوي، خو د حل ژمنه یې کوي.

د پکتیا د عامې روغتیا رییس صدرالدین عزام سلام‌وطندار ته وویل، د ځدراڼو درېوو ولسوالیو کې یې د موسسو په همکاري په لرې پرتو سیمو کې شپږ سیمه‌ییز کینکونه هم نوي جوړ کړي چې خلکو ته به لومړني خدامات وړاندې کوي.

د هغه په وینا، د یادو ولسوالیو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته به چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري، نږدې سیمو کې د موسسو په همکاري لنډمهالي روغتیايي مرکزونه فعال کړي.

نوموړي وویل: «درملو ستونزه د افغانستان په کچه ستونزه ده او د دې ستونزې د حل لپاره د عامې روغتیا وزارت پوره هڅه او کوشش کوي چې دغه ستونزه حل کړي؛ خو یوې خبرې ته اشاره کوم چې د پخوا په نسبت  روغتیايي مرکزونو ته د خلکو لاس رسی زیات دی او د خلکو مراجعه زیاته شوې ځکه په دولتي روغتیايي سیستم باندې د خلکو اعتماد زیات شوی دی نو په همدې اساس زیات خلک روغتیايي مراکزو ته مراجعه کوي خو د درملو کمبود شته.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولانو زیاته کړه چې تېرو دوو کلونو کې یې د پکتیا د بېلابېلو ولسوالیو لرې پرتو سیمو کې چې خلکو یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، نږدې ۲۸ روغتیايي مرکزونه فعاله کړي چې خلکو ته په‌کې لومړني خدمات وړاندې کېږي او ترډېره یې د هغوی ستونزې راکمې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام