Asset 1SWN

لوګر کې یو ځوان د «اوبو چکډېم» ته لوېدلی او مړ شوی

لوګر- چوک

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د بره‌کي برک ولسوالي په «سجاونډ» سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان د اوبو‌چکډېم ته تر لوېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوې کله چې یوشمېر ځوانان د بره‌کي برک ولسوالي د سجاونډ چکډېم ته د لامبو وهلو او تفرېح لپاره تللي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، پېښه کې د محمدجاوید په نوم یو ځوان په یاد چکډېم کې اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، د بره‌کي برک ولسوالي امنیتي ځواکونو د یاد ځوان جسد تېره شپه شاوخوا ۹ بجې له اوبو راېستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې دا درېیمه پېښه ده چې رامنتځه کېږي، په لومړۍ او دوېیمه پېښه کې د میدان‌وردګ او لوګر ولایتونو دوه تنکي ماشومان د لوګر سېند ته لوېدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام