Asset 1SWN

بدخشان کې د ا.ا یو غړی اوبو ډوب کړی او مړ شوی

Badakhshan-121212-pwoeqxlc64flglenq8s6u2lwl9bjhypekmvzygs5mw

په بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې د ا.ا یو غړی د دغه ولایت په کوکچه سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د سرچینو په خبره، د ا.ا دغه غړي د بدخشان په بندخونه کې دنده لرله.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون ماسپښین (د زمري ۲۷مه، د جمعې ورځ) د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار اړوند په خمچان سیمه کې شوې ده.

په همدې حال کې د بدخشان د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت د بندخونې د یوه مسوول مړه د فیض‌اباد ښار په حلقه‌ی جر سیمه کې موندل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د اسلامي امارت یاد غړی محمداسلم نومېده او د بدخشان د وردوج ولسوالي اوسېدونکې و.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې تېر کال د اسلامي امارت دوه غړي د غزني د اندړو ولسوالي په بند سرده کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړ او مړ شو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام