هېواد کې د سیاسي تحولاتو راپدېخوا ګڼ‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دا مهال له اقتصادي او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یادو اقتصادي ستونزو له کبله ځینې کورنۍ اړ شوي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل ماشومان د زده‌کړو پر ځای کار ځایونو ته ولېږدوي، څو د کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عبدالباري چې د بدخشان اصلي اوسېدونکی دی، د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپلې زده‌کړې د ښوونځي په لسم ټولګي کې یو کال وړاندې پرېښودې او دا مهال د دغه ولایت د سرو زرو په یوه کان کې پر کار بوخت دی.

نوموړی وايي چې له سهار تر ماښامه دغه کان کې کار کوي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. په همدې حال کې د عبدالباري ترڅنګ د بدخشان د سرو زرو په دغه کان کې ځینې نور هغه کم عمره کسان هم پر کار بوخت دي چې د کورنیو د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله یې خپلې زده‌کړې نیمه کې پرېښې دي.

یاد ځوانان د اسلامي امارت له سرپرست حکومت غواړي چې لوستو ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

په ورته مهال دغه کارګر ځوانان وايي، د میاشتې ۸۰۰۰ افغانۍ ورکوي چې د کورنۍ اړتیاوې یې پرې نه پوره کېږي. د دوی په وینا، هېواد کې بې‌وزلي او لوږه زیاته شوې او اړ دي چې دغه شان درنو کارونو ته مخه کړي.

بل‌خوا بدخشان کې یو‌شمېر مدني فعالان وايي، که وضعیت همداسې روان وي، د هېواد راتلونکې به تیاره او یوه نامعلوم برخلیک سره مخ وي. بدخشان کې مدني فعال احمد نبیل قاضي‌زاده وویل: «د حکومت له پرځېدو وروسته ځوانانو درنو کارونو ته مخه کړې او له زده‌کړو محروم شوي چې موږ یې اندېښمن کړي یو.»

بل‌خوا د بدخشان د پوهنې ریاست مسوولان وايي، بې‌وزلي، لوږه او وزګارتیا هغه لاملونه دي چې له امله یې دغه ولایت کې ځوانانو زده‌کړو ته شاه کړې ده.

د بدخشان د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول: «هغه اقتصادي ستونزې چې له پخوا زموږ ټولنه کې وې، لامل شوي چې ځوانان له زده‌کړو محروم کړي او همداراز لامل شوی چې ځوانان له درس لوستلو څخه زړه توري کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ورکړل شویو شمېرو له مخې، دغه ولایت کې نږدې ۷۰۰زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي، په داسې حال کې چې دغه شمېرې تېر کال له ۳۰۰زره ښکته وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام