د کارګرانو نړیوال سازمان ویلي، پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، څه باندې نیم میلیون کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دغه سازمان په یوه تازه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې روان ناورین د دغه هېواد اقتصاد له پښو غورځولی او د کار بازار یې اغېزمن کړی دی.

د دغه رپوټ پربنسټ، یاد وضعیت پر ښځو او هغو کسانو چې په کروندو، دولتي بنسټونو، ټولنیزو او رغنیزو چارو کې یې کار کاوه، ډېر اغېزمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په رپوټ کې راغلي چې ډېری دغو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړی او یا یې هم معاشونه نه دي ترلاسه کړي. سربېره پر دې ګڼ‌شمېر شرکتونه له دې امله تر سخت فشار لاندې دي چې زرګونه افغانان له هېواده د تېښتې په حال کې او نه‌شي کولای خپل کار ته دوام ورکړي.

د کارګرانو نړیوال سازمان د اټکل له مخې، د روان ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې به په افغانستان کې له ۷۰۰زره تر ۹۰۰زره پورې دندې له منځه لاړې شي او د کارکولو فرصتونه به راکم شي.

دغه سازمان ټينګار کړی چې د اسلامي امارت له لوري پر افغانستان ولکه ټينګول، د دې لامل شوې چې له یوې خوا هېواد کې نغدې پیسې کمې شي او له بل‌خوا له بانکونو څخه د نغدو پیسو راوېستل محدود شوي چې یاد وضعیت له خلکو سربېره، شرکتونه هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

په رپوټ کې همداراز ویل شوي، وروسته له هغې چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، نړیوالې ټولنې د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې او په دغه موده کې د اسلامي امارت کړنو ته په پام، هېڅ هېواد دې ته نه دی مایل چې له اسلامي امارت سره کار وکړي.

د افغانستان لپاره د کارګرانو نړیوال سازمان همغږی کوونکی رامین بهزاد په دغه رپوټ کې انېښنه ښودلې چې افغانستان کې وضعیت خراب دی او دغه هېواد د ثبات لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري. د هغه په خبره، د بشردوستانه بېړنیو اړتیاوو پوره کول د دوی په لومړیتوبونو کې دي.

د کارګرانو نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانانو څخه خپل ملاتړ وکړي. دغه سازمان ټينګار کړی چې د یاد وضعیت دوام به ماشومان دې ته اړ کړي چې هېواد کې درنو کارونو ته مخه کړي او اوس هم له ۵کلنۍ تر ۱۷کلنۍ پورې شاوخوا یو میلیون ماشومان پر کار بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتلو سره په دولتي ادارو کې کار کم شوی او یوشمېر خصوصي بنسټونو هم خپل فعالیتونه کم کړي او یا یې هم په ټپه درولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام