د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو نږدې درې اوونۍ کېږي چې ورسره ډېری هېوادوالو خپلې دندې او کارو‌بار له لاسه ورکړی او هېواد کې د وزګارتیا له امله ګن‌شمېر کسان له ستونزو سره مخ شوی دی.

د دولتي ادارو کارکوونکي د ادارو له تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وایي چې اوس بې‌برخلیکه دي او راتلونکې ته هم هیله‌ نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه کارکوونکي شکایت کوي چې هېڅ عاید نه لري او هغه دولتي معاش چې په ستونزمنه توګه یې به یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کولې، له هغوی هم محروم شوي دي.

د یوې دولتي ادارې کارکوونکی جمیل جویا وایي چې د خپلې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړونکی دی او بل هېڅ عاید نه لري چې د خپل ژوند اړتیاوې پرې پوره کړي. نوموړی وایي، اوس وزګاره دی او ډېر ناهیلی شوی دی.

په ورته مهال د دولتي ادارې یو بل کارکوونکی شاه‌محمود اندېشور بیا وایي چې یو‌شمېر ملګري یې په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادو ته تللي او هغه شمېر چې هېواد کې دي، په ادارو کې کار کولو ته هېڅ راز خوښي نه څرګندوي او زړه یې نه کېږي چې کار وکړي.



له دې سره ستاره د دولتي ادارې یوه کارکوونکې ده چې د طالبانو په راتلو سره یې خپله دنده له لاسه ورکړې، هغه وایي، ژوند کولو اړ کړې چې غالیو اوبدلو او لاسي صنایعو ته مخه کړي.

نوموړې وویل: «اړ یو چې د اوبدلو کار ته مخه کړو او یا هم په کور کې یو بل کار ته لاس ورواچوو، ځکه نه غواړو چې لاس مو چاته وروغځېږي او پر لوږې اخته شو. که څه هم ما ۱۶کاله زده‌کړې وکړې او اوس پر ماسټرۍ بوخته وم، خو د طالبانو په راتلو سره ټول څه لاړل او خلاص شول.»

خو طالبان وایي، د کارونو بیا پیل او د ادارو بیا پرانیسته، ښايي وخت واخلي او کارکوونکي باید د نوي حکومت تر جوړېدو پورې په تمه پاتې شي.

د طالبانو یو ویاند بلال کریمي په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «دا له وخت څخه وړاندې ده چې هغوی دې په دې برخه کې پرمختګ وغواړي، ځکه چې نوی حکومت نه دی جوړ شوی، څو رسمي ادارې کارونه پیل کړي، لږ نور هم په تمه پاتې کیږو، انشاالله هرڅه ښه مخکې روان دي او راتلونکې کې هرکس خپل ځای نیولی شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې طالبانو ځینو ادارو ته سرپستان معرفي کړي او یو‌شمېر برخو کې فعالیتونه عادي حالت ته ګرځېدلي، خو د رهبرۍ تشې له امله ګڼ‌شمېربنسټونه اوس هم تړلي پاتي او کارکونکي یې ادارو ته د دننه کېدو اجازه نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام