طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه

 طالبانو پرون ماښام خپله سرپرسته کابینه او ورسره یې په افغانستان کې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د طالبانو د سرپرستې کابینې نوملړ چې  ۳۳ کسان پکې شامل دي، پرون ماښام د طالبانو د ویاند له لوري په یوې خبري غونډه کې اعلان شوه. د طالبانو د ویاند د اعلان پربنسټ، ملا محمد‌حسن آخند له دوو مرستیالانو سره د نوي سرپرست حکومت د وزیرانو رییس ټاکل شوی دی.

روسیه: که د طالبانو حکومت پراخ‌بنسټه وي، د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د طالبانو له لوري د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په صورت کې به د دغه هېواد استازي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. لاوروف پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې روسیې د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنلیک ترلاسه کړی.

هېواد کې وزګارتیا؛ د ګڼ‌شمېر افغانانو لپاره د ژوند دوام ستونزمن شوی

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو نږدې درې اوونۍ کېږي چې ورسره ډېری هېوادوالو خپلې دندې او کارو‌بار له لاسه ورکړی او هېواد کې د وزګارتیا له امله ګن‌شمېر کسان له ستونزو سره مخ شوی دی. د دولتي ادارو کارکوونکي د ادارو له تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وایي چې اوس بې‌برخلیکه دي او راتلونکې ته هم هیله‌ نه لري.

ملا برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي. رویټرز لیکلي چې دا خبره د طالبانو درېوو سرچینو نن دغه اژانس ته کړې ده. د دغې سرچینې په وینا، د ملا عمر زوی ملا یعقوب او شېرمحمد عباس ستانکزی به هم په راتلونکي حکومت کې پر لوړو څوکیو وټاکل شي. یوه طالب چارواکي رویټرز ته ویلي چې د دې ډلې ټول لوړپوړي چارواکي کابل ته راغلي دي.

یو‌شمېر ډاکټران د خپلو معاشونو له نه ترلاسه کولو څخه شکایت کوي

 په مرکز کابل او ولایتونو کې یو‌شمېر ډاکټران شکایت کوي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ او د دولتي او خصوصي بنسټونو له تړلي پاتې کېدو وروسته، د بانکونو بندېدو هم یو لړ ننګونې رامنځ ته کړي او لامل شوي چې معاشونه یې په وخت ور نه‌کړل شي. دوی وایي، د پخوا په څېر خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو د معاشونو نه‌شتون اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د ویاند لومړۍ خبري‌ناسته؛ په ټولنه کې د ښځو حضور ته اړتیا ده

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې له دې وړاندې د نوموړي تصویر په رسنیو کې نه و خپور شوی، په خپله لومړۍ خبري غونډه کې چې بېګاه شپه یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه کړې وه، وایي، په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.