که څه هم په مخکیني حکومت کې به د ژمي پرمهال د هېواد په بازارونو کې د سوند توکو ترڅنګ، د لومړنیو خوراکي توکو بیې هم لوړېدې، خو د نوي حکومت په راتلو سره له ژمي وړاندې د خوراکي توکو بیې په کمساري توګه لوړې شوي چې ګڼ‌شمېر خلک یې د اخیستو وس او توان نه لري.

د پلازمېنې یو‌شمېر اوسېدونکي د ژمي په رارسېدو سره د کابل په بازارونو کې د لومړنیو توکو له لوړې بیې شکایت کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د توکو بیې راټيټې کړي او پر بازار کنټرول ولري. دوی وايي، که چېرته د توکو بیې راټيټې نه‌شي ګڼ‌شمېر افغانان به د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امان‌الله چې د کابل اوسېدونکی او د پلازمېنې په یوه څنډه کې د میوو دوکان لري، وايي چې بازار یې سوړ دی او او د توکو بیې لوړې شوې دي. هغه زیاتوي چې له تېرو درېو میاشتو راهیسې یې په سمه توګه خپل کور خوراکي توکي نه دي وړي.

په ورته مهال هغه زیاتوي چې بې ډوډۍ حکومت نه غواړي او اسلامي امارت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

هغه وویل: « امنیت څه کړم چې پکې ډوډۍ او کار نه وي. مونږ له دولت څخه غواړو چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي. اسلامي امارت باید ولس ته پام وکړي، خلک له لوږې مري. مونږ په دې برخه کې دولت پړ بولي او باید خلک له دې ناورین څخه وباسي.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد رسول وايي چې د توکو لوړې بیې له امله یې له تېرو درېو میاشتو راهیسې، یوه بورۍ اوړه هم نه دي اخیستي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د کابل ښار عمده‌ پلورونکي او سوداګر د خوراکي توکو د لوړې بیې لامل د افغانستان د پیسو کنګلېدل په ګوته کوي.

په ورته مهال د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې د مدیریه پلاوي غړی په هېواد کې د توکو د لوړې بیې لامل په نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل په کوته کوي او وايي چې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو راکمولو لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام