په هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته وزګارتیا، ورځ تر بلې د لوږې زیاتوالی او په دې ورځو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، ښاریان اندېښمن کړي دي.

د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي وايي چې خلک د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکو د پېر وس نه لري او که چېرته په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو مخه ونه نیول شي، په سږني ژمي کې به انساني ناورین رامنځ ته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی د اسلامي امارت له چارواکو او سوداګرو غواړي چې هر څه ژر دې دې ستونزې ته د حل یوه لار پیدا کړي او د خلکو د مړینې مخه دې ونیسي.

په ورته مهال یو‌شمېر هټۍ‌وال د خوراکي توکو د بیو لوړېدل مني او لامل یې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو لوړېدل ښايي.

د کابل ښار یو هټۍ‌وال رحمت‌شاه وايي چې د ډالرو لوړېدو سره د توکو په بیو کې دوه برابره لوړوالی راغلی. هغه زیاتوي چې پخوا به د یوې بورۍ اوړو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ وه چې اوس یې بیه ۲۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې. نوموړی وايي چې غوړي به یې په ۲۷۰۰ افغانۍ پلورل او د ډالرو په لوړېدو سره اوس یوه بوشکه غوړي په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

په همدې حال کې د کابل ښار د خوراکي توکو د ټولنې رییس سعید کمال فرید ساپی د خوراکي توکو د بیو لوړېدو لامل د افغانیو پر وړاندې د ډالرو لوړېدل ښايي. نوموړی زیاتوي چې د خوارکي توکو بیې ډ‌الرو پورې تړلي او که چېرته په بازار کې د ډالرو بیه لوړېږي ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړوالی مومي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان جان الکوزی د ډالرو لوړېدو ترڅنګ، د بانکي سیستم ټکنی کېدل او د امریکا له لوري د افغانستان شمنتۍ کنګلېدل، هغه لاملونه بولي چې له امله یې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی او له بده‌مرغه په تېرو ۲۰ کلونو کې په دې بریالی نه شو چې د وارداتو او صادراتو انډول برابر او دا چاره د دې لامل شوې چې اوس په بازارونو کې د خوارکي توکو بیې لوړېږي او راښکته کول به یې وخت ونیسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو څو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په کمسارې توګه د لوړېدو په حال کې ده  چې د هېواد په بازارونو کې یې د خوارکي سربېره پر نورو توکو هم سیوری غوړی او بیې یې لوړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام