یوه ځانمرګي بریدکونکي پرون ورځ د کندوز ښار خان‌اباد بندر کې د اهل تشیع په ګذر سیداباد جماعت کې د لمونځ‌کونکو ترمنځ خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه معلومات چې د اسلامي امارت مسوولانو سلام‌وطندار سره شریک کړي، پکې ویل شوي چې په دغه پېښه کې تر ۵۰ ډېر لمونځ‌کونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه برید چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی، له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د طالبانو ویاند ذبیح‌دالله مجاهد په جلا جلا اعلامیو کې دغه برید غندلی دی.

په همدې حال کې یو‌شمېر سیاسي کارپوهان وايي، وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، د دې پر ځای چې د خلکو امنیت ټينګ کړي، د څوکیو ترلاسه کولو لپاره خپلو کې په اختلافونو بوخت دي.

د سیاسي چارو کارپوه مصطفی علي‌زاده په دې باور دی چې طالبانو له وړاندې باید مذهبي اقلیتونو پورې د اړوندو مذهبي ځاینونو د امنیت ټينګښت ته چمتوالی درلودلی.



نوموړي زیاته کړه، طالبان پر دې بوخت دي چې کومې څوکۍ ته څوک وټاکي او د لږکیو او د هېواد د امنیت ټينګښت په برخه کې کوم پلان نه لري. د هغه په خبره، پرونی برید دا څرګندوی چې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو میراث اوس داعش-خراسان ډلې ته ورپاتې دی.

په ورته وخت کې د چارو یو بل سیاسي شنونکی باقر محسني وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي داعش ډله به د طالبانو د حکومت لپاره یو جدي ګواښ وي.

هغه وویل: «د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو امنیت باید سیمه ایز او امنیت وګړیز کړو، او د یو بل په همکاري امنیت تامین راولو. که دامسئله همداسې مخته لاړه شي، ګواښونه ډېریږي. د حاکمې ډلې د اخیستنې خلاف چې داعش سردرد نه دی، بلکې داعش یو جدي ګواښ دی، یو استخباراتي سازمان دی چې بېلابېل هیوادونه پرې کار کوي، اړتیا ده چې مونږ په یوه ملي تړون سره ودریږو او مقابله یې وکړو.»

کندوز کې د طالبانو د والي مرستیال مولوی محمد شاکر سعد وايي، فکر یې نه کاوو، په هغو سیمو کې چې عام خلک پکې وي برید وشي.

د طالبانو د والي د مرستیال په وینا، د دې برید په اړه څېړنې پیل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي د کندوز اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکو کې به د ورته پېښو مخنیوی کوي او د یادې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي او پایلې به یې له خلکو سره شریکوي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر له خونړي برید وروسته، دا د داعش ډلې دویم لوی برید دی چې کندوز ولایت کې د اهل تشیع پر جماعت ترسره کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام