د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د عیدګاه جومات دروازې مخته د شوې چاودنې مسوولیت منلی دی. د اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې په دغه ځانمرګي برید کې یې لسګونه «طالب ملېشو» ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه راپور کې راغلي چې د «مصباح‌الکنري» په نوم ډلې په عیدګاه جومات کې د طالبانو پر یوې راټولېدنې ځانمرګی برید کړی دی. داعش ډلې وروسته له هغې پرعیدګاه جومات د برید مسوولیت منلی چې اسلامي امارت په کابل ښار کې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش د یوه مرکز د لمنځه وړلو خبر ورکړی.

په ورته مهال دغه پېښه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما پرون په یوه ټویټ کې دغه چاودن غندلې. یاده چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مور د فاتحې مراسم روان وو. یوناما په دغه چاودنه کې د ملکیانو د وژل کېدو او ټپیانو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه پېښه په یوه مذهبي ځای کې شوې ده.

په همدې حال کې ترکیې هم پر عیدګاه جومات د یکشنبې ورځ برید په اړه خپله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به د داعش پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په یاده پېښه کې د مرګ‌ژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی په یاده پېښه کې د دوو ملکیانو او څلورو نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي. خو یو‌شمېر رسنۍ بیا په اسلامي امارت کې د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې په دغه چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ کسان ټپیان دي چې یو‌شمېر نورو رسنیو بیا د ۵ کسانو د وژل کېدو او ۱۱ د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام