پکتیا کې په درېنیم میلیونه ډالرو یو عیدګاه جومات جوړېږي د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار اړوند د بلندمنزلو سیمه کې د يوه لوی عيدګاه جومات د جوړېدو چارې چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج.الدین حقا.ني هم پهکې ګډون کړی و، پیل شوې.
داعش ډلې د عیدګاه جومات مخته د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د عیدګاه جومات دروازې مخته د شوې چاودنې مسوولیت منلی دی. د اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې په دغه ځانمرګي برید کې یې لسګونه «طالب ملېشې» وژلي او ټپیان کړي دي.