وروسته له هغې چې افغانستان کې د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو او امریکا طالبان د هدفي وژنو، د روان تاوتریخوالي او د ټولګټو ځایونو د ویجاړولو مسوول وبلل، رویټرز خبري اژانس د ناټو سازمان د ځینو چارواکيو په خبره ویلي، دوی به د روان کال تر مې میاشت وروسته هم افغانستان کې حضور ته دوام ورکړي.

د رویټرز اژانس راپور کې ویل شوي، کوم شرایط چې د روان میلادي کال تر مې میاشت پورې د بهرنیو ځواکونو د وتو لپاره وړاندیز شوي وو، تراوسه نه دي برابر شوي او د ناټو حضور به د شرایطو پر بنسټ وي.

طالبانو د دغو مسایلو په غبرګون کې یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا او دغې ډلې ترمنځ شوې هوکړه د ټولو په ګټه ده، خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته پلمې ولټول شي، دوی به یې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي او دوی کولای شي له خپلو ارزښتونو، خاورې، هېواد او حقوقو څخه دفاع وکړي.

موږ هڅه وکړه چې د روان میلادي کال تر مې میاشت پورې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو نه‌ وتو په تړاو د ناټو چارواکيو د څرګندونو په اړه د ارګ غبرګون ترلاسه کړو؛ خو د تل په څېر د ولسمشر ویاندویانو د سلام‌وطندار اړیکو ته ځوابونه ور نه کړل.

خو ولسمشر غني څو ورځې وړاندې یوه مرکه کې ویلي و، طالبانو ټاکل شوي شرطونه نه‌دي پوره کړي او دغې ډلې سره سوله او د بهرنیانو وتل هم مشروط دي.

ولسمشر غني هغه مرکه کې د ملکي وګړيو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې ویلي و، ستونزمنه ده چې نړیوال ځواکونه دې تر مې میاشتې افغانستان څخه ووځي.

په همدی حال کې د چارو ځینې شنونکي افغانستان کې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو حضور او نه‌حضور دواړه د افغانانو په زیان بولي.

د امنیتي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل وایي، له وړاندې معلومه وه چې امریکایي او نور بهرني سرتېري نه‌غواړي چې افغانستان څخه ووځي.

د ده په خبره، د جګړو زیاتېدل لامل شوي، ترڅو بهرنیانو ته د نه ‌وتو پلمه برابره شي.

امرخېل اندېښنه وښوده چې اوسنیو شرایطو کې د ناټو او امریکایي ځواکونو په پاتې کېدو سره به جګړې زیاتې شي او حضور به یې هم ګواښونه ډېر کړي.

د چارو بل شنونکی حمیدالله هوتک وایي، ناټو او امریکایي ځواکونه په خپل سر افغانستان کې نه‌شي پاتې کېدی او ښایي د یو څه په بدل کې طالبانو ته دا قناعت ورکړي چې د درېیوو یا څلورو میاشتو لپاره خپله موده وغځوي.

نوموړي وویل، بهرنیان او امریکا باید د سولې له لارې د خپلو وتو لاره هواره کړي او افغان حکومت او طالبان وهڅوي چې سولې ته غاړه کېږدي.

د ناټو سازمان ځینې چارواکي داسې حال کې افغانستان څخه په ټاکل شوې نېټه د نه وتو څرګندونې کوي چې د طالبانو پلاوي نورو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي او دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

همداراز هېواد کې جګړې هم تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.

د ناټو ويانده اوانا لونگیسکو وايي:« تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې. د ناټو هېڅ غړی نه غواړي چې له اړتيا پرته په افغانستان کې پاتې شي؛ خو موږ په ښکاره توګه ويلي چې زموږ حضور شرایطو پورې تړلی. متحدان تول وضعيت څېړني او د راتلونکيو لارو په اړه سلامشورې کوي.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام