عبدالله او خلیل‌زاد د دوحې د هوکړې پر بیا کتنې بحث کړی

د ملي پخلاينې عالي شورا ويلي، د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د يادې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

له يادې شورا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړه لوريو د سولې د خبرو پر چټکتیا او د امریکا د نوي حکومت له لوري د سولې د هوکړې پر بیاکتنې ټینګار شوی دی.

امريکا ته د طالبانو خبرداری: که هوکړه عملي نه‌شي، د جګړې ډګر ته ورګرځو

وروسته له هغې چې افغانستان کې د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو او امریکا طالبان د هدفي وژنو، د روان تاوتریخوالي او د ټولګټو ځایونو د ویجاړولو مسوول وبلل، طالبانو د دغو مسایلو په غبرګون کې یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا او دغې ډلې ترمنځ شوې هوکړه د ټولو په ګټه ده، خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته پلمې ولټول شي، دوی به یې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي او دوی کولای شي له خپلو ارزښتونو، خاورې، هېواد او حقوقو څخه دفاع وکړي.

د ولسمشر او بلېنکن ټیلیفوني خبرې؛ امریکا د دوحې هوکړه ارزوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له ولسمشر محمداشرف غني سره د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې خبرې پرون ماښام شوي او دواړو لوریو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو او د سولې خبرو کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.