د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له ولسمشر محمداشرف غني سره د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې خبرې پرون ماښام شوي او دواړو لوریو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو او د سولې خبرو کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې انټوني بلېنکن له افغانستان سره د دغه هېواد د تلپاتې همکارۍ په برخه کې د خپلو ژمنو په اړه له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.

بلېنکن په افغانستان کې یوې تلپاتې او عادلانه سولې، اوربند او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره له دې پروسې نه د امریکا د بشپړ ملاتړ خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي چې امریکا اوس له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک پر ارزولو بوخته ده، څو روښانه شي چې ایا طالبانو له نورو ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالي او له افغان دولت سره د سولې خبرواترو د دوام په اړه پر خپلو ژمنو عمل کړی، که نه.

هغه ډاډ ورکړی چې امریکا د یوه راتلونکي باثباته، ولسواک او سوکاله افغانستان لپاره له افغان دولت، د ناټو غړیو هېوادونو او خپلو نړیوالو شریکانو سره خبرواترو ته ژمن دی. نوموړي هیله ښودلې چې افغان مشران به هم د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو، بشري حقونو، مدني ازادیو او په ټولنه کې د ښځو د رول په ساتلو سره د سولې په برخه کې د رامنځته شوي تاریخي فرصت ملاتړ وکړي.

بله‌خوا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د انټوني بلېنکن په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالي او هدفي وژنو په اړه اندېښنه ښودلې او دا کار یې غندلی دی. د خبرپاڼې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قرباني ستایلې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د یوې مانا لرونکې سولې راتلو او اوربند لپاره به هڅې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه زیاتوي چې بلېنکن په نږدې راتلونکي کې له ولسمشر محمداشرف غني سره د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د ټیلیفوني خبرو خبر هم ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم ویلي و چې له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې هوکړه‌لیک به وارزوي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان هم له بلېنکن وروسته له خپل افغان سیال حمدالله محب سره په ټیلیفوني خبرو کې پر یاد هوکړه‌لیک د بیاکتنې خبر ورکړی و.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د تېر کال په کب میاشت کې لاسلیک شو. افغان دولت وايي چې په یاد هوکړه‌لیک کې طالبانو ته ډېر امتیازونه ورکړل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پرون اعلان وکړ چې زلمی خلیلزاد به د افغان سولې په برخه کې د دغه وزارت د ځانګړي استازي په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام