کورونا په یوه شپه او ورځ کې یو کس مړ کړی

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې یو کس د کورونا له کبله مړ شوی او د ۱۷۹۰ کسانو نمونې یې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي او له ډلې یې د ۶۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

طالبان: د ولسمشر غني حکومت د سولې یواځینی خنډ دی

د طالب ډلې د سولې مرکچي پلاوي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د ولسمشر غني حکومت د سولې یواځینی خنډ دی.
نوموړي دا څرګندونې چې د دې ډلې له څو نورو کسانو سره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی، هلته په یوه خبري غونډه کې چې د روسیې د سپوټنیک ټلوېزیوني شبکې له لوري خپره شوې، کړې دي.

په انځورګرۍ سره د سولې هیله

د کندوز یوشمېر ځوانانو چې د «تيراژ» په نوم یې یوه فرهنګي ډله جوړه کړې، په هېواد کې د روانې جګړې د غندلو او د سولې ملاتړ په موخه پر دېوالونو د انځورګرۍ کمپاین پیل کړی دی.
دوی په دغه کمپاین کې پر دېوالونو انځورونه کاږي او د بېلابېلو شعارونو په لیکلو سره غواړي چې په سوله او جګړه کې د انځورګرۍ رول ته د ټولنې پام ور واړوي.

د امریکا دفاع وزارت: طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې طالبانو له دغه هېواد سره د سولې هوکړه‌لیک کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په وینا یې، د امریکا نوی دولت به د روان میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کېربي پرون په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي نه کولو او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د ولسمشر او بلېنکن ټیلیفوني خبرې؛ امریکا د دوحې هوکړه ارزوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له ولسمشر محمداشرف غني سره د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې خبرې پرون ماښام شوي او دواړو لوریو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو او د سولې خبرو کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.