د کندوز یوشمېر ځوانانو چې د «تيراژ» په نوم یې یوه فرهنګي او هنري ډله جوړه کړې، په هېواد کې د روانې جګړې د غندلو او د سولې ملاتړ په موخه پر دېوالونو د انځورګرۍ کمپاین پیل کړی دی.

دوی په دغه کمپاین کې پر دېوالونو انځورونه کاږي او د بېلابېلو شعارونو په لیکلو سره غواړي چې په سوله او جګړه کې د انځورګرۍ رول ته د ټولنې پام ور واړوي.

دغه ځوانان وایي، موخه یې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته رسېدل او د جګړې پای ته رسول دي.

«تيراژ» د هغې هنري ډلې نوم دی چې تازه‌ په کندوز کې د ځوانو نجونو او هلکانو له لوري په رضاکاره توګه جوړه شوې او د دغه جګړه ځپلي ښار پر دېوالونو د حق غوښتنې انځورګري کوي.

د دې ډلې مسووله مېرمن دانش وايي، خپل پیل کړي کمپاین ته به تر هغه دوام ورکړي چې د جګړې ښکېلو لوریو یې غږ نه وي اورېدلی.

د هغې په خبره، په دې ډله کې د بېلابېلو قومونو اړوند څلور هلکان او شپږ نجونې را ټولې شوي او غواړي د انځورګرۍ له لارې جګړه وغندي او د سولې غوښتنه وکړي.

د «تیراژ» ډلې نور غړي هم د داسې پروګرامونو له لارې خپله موخه د ځوانانو د وړتیاوو وده او د هغو د هنري مهارتونه لوړول په ګوته کوي او وايي، غواړي له همدې لارې په هېواد کې روان ناسم وضعیت بدل او خلکو ته د ژوند امن او سوکاله چاپېریال برابر کړي.

دوی له نورو هېوادوالو، په تېره له کندوز ښاریانو غواړي چې د وضعیت ښه کولو لپاره ورسره په ورته پروګرامونو کې ونډه واخلي او له دې لارې خپلې غوښتنې وکړي.

د دې ډلې غړی امید جبران وايي، په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې راتلو لپاره را پورته شوي او غواړي د جګړې ښکېلو لوریو او نړیوالو ته وښيي چې ټوپک د حل لاره نه ده او په‌کار ده چې نور پرې قلم ته لومړیتوب ورکړل شي. د نوموړي په وینا، هیله لري چې د دوی انځورګري پر ښکېلو لوریو اغېز وکړي او نور له جګړې لاس واخلي.

د «تیراژ» ډلې یوه بله غړې هدیه خلیق وايي، د طالبانو جګړه او تاوتریخوالي نه شي کولای د دوی غږ چوپ کړي او په وینا یې، هڅه کوي چې د ورځنیو واقعیتونو انځورونه پر دېوالونو وکاږي.

هغه ټینګار کوي چې دا یې د کار پیل دی او هېڅوک نه شي کولای د دوی د انځورګرۍ چې د ټولنې واقعیتونه بیانوي، مخه ونیسي. خلیق ټینګار کوي، که طالبان د دوی له ډلې کوم یو شهید یا زیان هم ورته ورسوي، دوی به نه یوازې له خپل فعالیت نه لاس وا نه‌خلي، بلکې لا به هم د جګړې غندنې او سولې غوښتنې پر دې لارې ګړندي شي.

په کندوز کې د دې هنري ډلې فعالیتونو د نورو مدني او فرهنګي ټولنو پام هم ور اړولی دی.

د دغه ولایت د مدني ټولنې رییس عنایت‌الله خلیق وایي، یوشمېر ژمنو او هنرپاله ځوانانو د خلکو غوښتنو ته د درناوي په پار پر دیوالونو د انځورګرۍ کمپاین پیل کړی چې د خلکو د زړونو درد او د افغان ټولنې د اړتیاوو ښکارندويي کوي.

د نوموړي په وینا، دې ډلې په خپل لګښت دغه کار ته ملا تړلې او د یما سیاوش د انځور په کاږلو سره غواړي چې نه یوازې د هغه دوسیه وڅېړل شي، بلکې د جګړې ښکېل لوري باید د سولې خبرو او هوکړو پر مهال د افغانانو د بیان ازادي او نور اساسي حقونه په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندوز کې تر دې وړاندې هم د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې راتلو لپاره ځینې پروګرامونه جوړ شوي، خو په قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا په ټپه ولاړې دي او په هېواد کې ورځ تر بلې جګړه زور اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام