Asset 1SWN

کورونا په یوه شپه او ورځ کې یو کس مړ کړی

corona-1-231x165

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې یو کس د کورونا له کبله مړ شوی او د ۱۷۹۰ کسانو نمونې یې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي او له ډلې یې د ۶۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په یاده موده کې ۲۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي او تازه مثبتې پېښې هم په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

روغتیا وزارت وايي، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۲۴۸ زره او ۱۱۲ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي چې ۵۵ زره او ۸ هغه یې مثبت ختلي او ۲ زره او ۴۰۰ نورو بیا له دغه ویروسه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز، په یاده موده کې ۴۷ زره او ۶۰۶ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

په نړۍ کې بیا تر ننه ۱۰۲ میلیونه او ۹۵ زره کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۲ میلیونه او ۲۰۲ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۷۳ میلیونه او ۹۴۵ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، رازیل، روسیه او انګلستان بیا هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. امریکا کې د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو تر ټولو ډېرې شمېرې ثبت شوې دي. په دغه هېواد کې تر اوسه له ۴۴۳ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام