Asset 1SWN

رانا ثنالله: پاکستان حق لري چې افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ پر پټن‌ځایونو برید وکړي

80470000-c0a8-0242-9542-08daa851e368_w1200_r1

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله له «اکسپرېس ټي وي» سره د یوې مرکې پر مهال ویلي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پاکستان حق لري، افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ (پاکستاني طا لبانو) پټن‌ځایونه په نښه کړي.

رانا ثنالله پرون شنبه د مرغومې لسمه له دغه ټلوېزیون سره په مرکه کې ټينګار کړی، که د افغانستان حکومت خپله خاوره کې د پاکستاني طا لبانو تحریک پټن‌ځایونه له‌منځه یو نه سي، پاکستان به یې په نښه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د اسلامي امارت حکومت بیا په وار وار ویلي چې افغانستان کې وسله‌والې ډلې نشتون نه‌لري او له افغان خاورې به ګاونډیو او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی داوود طنین وايي، د امنیت مسله د حکومتونو پر وړاندې یوه ستونزه ده او په وینا یې، افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیاځلې واکمنۍ وروسته د پاکستان حکومت د پاکستاني طا لبانو له فعالیتونو څخه ډېر اندېښمن شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکي داوود طنین زیاته کړه وړاندې له دې چې پاکستانی حکومت دې برخه کې اقدام وکړي، اسلامي امارت باید د خپلو ګاونډیانو اندېښنې له‌منځه یوسي.

د دې ترڅنګ سیاسي فعال ډاکتر زلمی افغانیار وايي، پاکستان تل د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې لپاره بهانې لټوي. د نوموړي په وینا، پاکستان د نړیوال تروریزم مرکز دی او دغه هېواد له کلونو راهیسې افغانستان کې لاسوهنه کوي او خپل هېواد ټولې ترهګرې ډلې مدیریتوي.

په ورته وخت کې اسلامي امارت ته نږدې څېره او د سیاسي چارو شنونکی سید ذکرالله هاشمي وايي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان برید غیر منطقي ده چې ترسره به هم نه شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې پاکستاني طا لبانو د یاد هېواد له حکومت سره اوربند لغوه کړی او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې يې بریدونه ډېر کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام