څه موده وړاندې د اسلامي امارت په منځ‌ګړیتوب کابل کې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طا لبانو ترمنځ د سولې خبرې وشوې چې دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ تر نامعلومې نېټې پر اوربند هم  هوکړه وکړه.

اوس تازه پاکستاني رسنیو راپورونو ورکړی چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په خبرو کې د اوربند ترڅنګ ټي‌ټي‌پي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د یاد هېواد قبایلي سیمې دوی ته وروسپاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپورونو کې راغلي چې د یادو سیمو په سپارلو سره به پاکستاني طا لبان دې سیمو کې خپل قوانین پلي کوي.

د دې ترڅنګ ویل شوي، د پاکستاني حکومت سره پر دې هم هوکړه شوې چې د پاکستاني طا لبانو نیول شوي غړي به خوشې کېږي چې دې پرېکړې یو‌شمېر غبرګونونه هم راپارولي دي.

پاکستان کې یو پښتون سیاستوال افراسیا خټک د دې هوکړې په غبرګون کې  پر خپله ټویټر‌پاڼه لیکي: «د پاکستان پوځي دولت غواړي قبایلي سیمې د پاکستان د طا لبانو تحریک ته وسپاري، څو پښتانه دې ته اړ کړي چې د نوي استعمار لاندې ژوند وکړي.»

په همدې حال کې یوشمېر افغان کارپوهان د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ دغه ډول پرېکړه نه یوازې د پاکستان، بلکې د افغانستان لپاره هم په زیان بولي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د چارو شنونکی میربت‌خان منګل وايي، د یادو سیمو په سپارلو سره به ځینې وسله‌والې ډلې لکه، القاعده او داعش یو ځل بیا سر راپورته کړي او په قبایلي سیمو کې به ځای پرځای شي. د نوموړي په وینا، دا د پاکستان له‌خوا یوه خطرناکه لوبه ده.

«دا یو لوی زیان دی، هم د پاکستان او هم د افغانستان لپاره او دا به نه جبرانېدونکي وي. دا د پاکستان لپاره هم زیانمنه او د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو ته خطرناکه ده، دوی به د حکومت او طا لبانو تر فشارونو لاندې وي او له پرمختګ نه به پاتې وي.»

د سیاسي چارو کارپوه نورشاه نوراني هم په دې باور دی چې د دې پرېکړې په عملي‌کېدو سره به په قبایلي سیمو کې نورې وسله‌والې ډلې بیا ځای پرځای شي.

د نوموړي په وینا، دا ډول پرېکړې د کرښې دواړې غاړو ته مېشت پښتنو ته خطرناکه تمامېدای شي چې د پاکستان ترڅنګ به پر افغانستان هم ناوړه اغېزې ولري.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې په مخکینیو خبرو کې هم د ټي‌ټي‌پي د غړیو پر خوشې‌کېدو، اوربند، له طالبانو د وسلو ټول، له سرحدي سیمو د پاکستاني پوځ ایستلو او ورته مواردو خبرې شوي چې تراوسه نه دي عملي شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت په منځ‌ګړیتوب د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرو هوکړې ته پر نږدې کېدو دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام