Asset 1SWN

‎د سولې خبرو پيل سره هم مهاله د ملکیانو مرګ‌ژوبله ‌‌‌‌‌‌ډېره شوې

1607334147dpp-p3a0m9fmboh7q8ax2yfitehp4n1efkehjgj9u1gdxk

‎افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما وايي، د سولې خبرو پيل سره هم مهاله افغانستان کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ‌‌‌‌‌‌ډېره شوې ده.

ياد سازمان په خپل کلني راپور کې چې نن خپور شو د سولې خبرو پيل سره هم مهاله افغانستان کې د جګړو له کبله د ملکي مرګ‌ژوبلې د کچې له لوړېدا اندېښنه ښودلې.

په دې راپور کې راغلي،  په ۲۰۲۰ کال کې د ټولو ملکي مرګ‌ژوبلې شمېر۸۸۲۰ کسانو رسېږي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په لومړي ځل دا شمېره تر ۱۰ زرو ټیټه ده او د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۵ په سلو کې کموالی ښیي.

په ۲۰۲۰ کال کې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې له ډلې ۳زره او ۳۵ ملکيان په بريدونو او چاودنو کې وژل شوي او ۵زره او ۷۸۵ نور کسان ټپيان شوي دي.

د يوناما په راپور کې راغلي: « د افغانستان د سولې خبرې اترې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲ مه په دوحه کې پیل شوې او د تاوتریخوالي د کچې ښه شاخص دی، ونه توانېدې چې ملکي وګړو ته د زیان اوښتو کچه راټیټه کړي».

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاينز وايي، ۲۰۲۰ کال کېدای شوای په افغانستان کې د سولې کال وای؛ خو پرځای یې په زرګونو ملکي افغانان د جګړې له کبله له منځه ولاړل.

نوموړې وايي: «د دغه مهم راپور اصلي هدف مسوولو خواوو ته د واقیعیتونو او سپارښتنو وړاندې کول دي چې هغوی ملکیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په برخه کې مشخص او فوري ګامونه پورته کړي. زه له هغوی څخه غوښتنه کوم چې د فوري اقداماتو په ترسره کولو کې د لا زیاتو رنځونو د مخنیوي لپاره ان یوه ورځ ضایع نه‌ګړي.»

لاينز ويلي: «په نهایت کې د ملکیانو د خوندیتوب ترټولو غوره لاره داده چې یو بشري اوربند رامنځته شي.»

په راپور کې راغلي چې د اووم پرله‌پسې کال لپاره یوناما په یوه کال کې د څه باندې ۳۰۰۰ ملکي وګړو وژنه مستنده کړې او په دې توګه افغانستان په نړۍ کې د ملکیانو لپاره د مرګونو ځایونو په ډله کې پاته دی.

د راپور پربنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې په ټوليزه توګه ۱۱۵۰ ښځې او ماشومان وژل شوي چې له دې ډلې ۳۹۰ يې مېرمنې دي او ۷۶۰ يې ماشومان دي.

یوناما وايي، د حکومت ضد عناصر په ۲۰۲۰ کال کې د ډېرو ملکي مرګ‌ژوبلې «۶۲ په سلو کې یانې ۵۴۵۹ مرګ‌ژوبلې – ۱۸۸۵ وژنو او ۳۵۷۴ ټپیانو» لامل شوی دي چې له دغو ډلو څخه طالبان د ډېرې مرګ‌ژوبلې «۴۶ په سلو کې مسوول دي او د ۸ په سلو کې يې داعش مسوول دي.»

په ۲۰۲۰ کال کې د نړيوالو ځواکونو له لوري ۱۲۰ ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې دغه شمېره ۷۸۶ ته رسېدله چې ۸۵ سلنه کموالی ښيي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام