د کندهار د ارغنداب ولسوالي هغه اوسېدونکي چې څو میاشتې وړاندې په یاده ولسوالي کې د جګړې له کبله د دغه ولایت ښار ته را کډه شوي وايي، که څه هم اوس وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو له لوري له سختو بریدونو وروسته د دې ولسوالي له بېلابېلو سیمو وتلي، خو په وینا یې، یادې ډلې هغه ټولې سیمې چې په واک کې یې وې، له ماینونو ډکې کړي او خلک نه شي کولای خپلو کروندو او باغونو ته ولاړ شي.

شګوفه او اغامحمد د ارغنداب اوسېدونکي دي او څه موده مخکې یې نږدې خپلوان د طالبانو د ماینونو ښکار ګرځېدلي دي. اغامحمد وايي، طالب ډلې د ارغنداب ولسوالي په هره کوڅه، لاره، ویاله او پټي کې ماینونه ايښي چې پر عامو خلکو چاودنې کوي. هغه وايي، د یادې ولسوالي اوسېدونکي د ماینونو له وېرې خپلو کروندو او باغونو ته نه شي تللی.

شګوفه بیا وايي چې څو ورځې وړاندې یې د کاکا زوی کور ته روان و چې د طالب ډلې له لوري پر خښ شوي ماین ور برابر او ووژل شو. د نوموړې په وینا، طالبانو یې په کور او ان پخلنځیو کې ماینونه ايښي او د ځان او بچیانو د خوندیتوب لپاره بېرته خپلو کورونو ته له ورتګ څخه ډډه کوي. دوی له دولت نه غواړي چې یاد ماینونه شنډ او د خلکو ژوند وژغوري.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولان هم وايي چې دغه روغتون ته د وروستیو ور وړل شویو قربانیانو په ډله کې چې د ماین ښکار ګرځېدلي، ډېری یې د ارغنداب اوسېدونکي دي.

د مسوولانو په وینا، یوازې په تېره یوه‌نیمه اوونۍ کې له ارغنداب څخه ۲۷ جسدونه او ۱۵۱ ټپیان چې ټول ملکیان دي او د ماین چاودنو له کبله ورته مرګ‌ژوبله اوښتې، دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

د کندهار امنیتي مسوولان هم د ارغنداب د اوسېدونکو ستونزې مني، خو وايي، د امنیتي ځواکونو د انجینرۍ برخې کارکوونکي د یادې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د زرګونو خښ شویو ماینونو پر شنډولو بوخت دي.

د کندهار د امنیې قومانداني مطبوعاتي مسوول جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونو تر اوسه شاوخوا لس زره ماینونه شنډ کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ارغنداب د کندهار ښار ته په ۱۰ کیلومټرۍ کې پرته سمسوره ولسوالي ده چې مخکې به پر کندهار سربېره د نورو ولایتونو خلک ورته د مېلې لپاره راتلل، خو اوس د طالبانو له لوري د اېښودل شویو ماینونو له کبله د همدې ولسوالي اوسېدونکي نه شي ورتللی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام