د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، میوند او ژېړۍ ولسوالیو کې له تېرو ۲ اوونیو راهیسې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د ياد ولايت د میرویس حوزوي روغتون د جراحي څانګې مسوول ډاکټر قدرت الله حکیمي سلام‌وطندار ته وايي، په دې ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له کبله له بېلابېلو ولسوالیو « ۱۱۵» ملکي ټپیان ور وړل شوي دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړی وايي، دا ملکي کسان په دې وروستیو کې چې جګړه ښار ته نږدې شوې، روغتون ته ور وړل شوي دي.

که څه هم ډاکټر قدرت الله حکیمي د وژل شویو د شمېر په اړه څه نه وايي؛ خو یوې بلي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي سلام‌وطندار ته وویل، تر اوسه پورې په دې نښتو کې ۱۵ ملکيان وژل شوي دي.

د ارغنداب اوسېدونکی لعل محمد چې پر کور يې د هاوان مرمۍ لګېدلي، مېرمن او درې واړه اولادونه ټپیان شوي وايي، په جګړه‌ييز حالت کې يې ټپيان روغتون ته لېږدولي دي.

کندهاریان له وسله‌والو طالبانو غواړي چې د جګړې پرځای اوربند ته غاړه کېږدي؛ ځکه چې په خبره یې په جګړو کې تر هر چا زیاته مرګ‌ژوبله عام ولس ته رسېږي.

د کندهار امنیتي مسوولان وايي، په تېرو ۲ ورځو کې يې نږدې ۲۰۰ وسله‌وال طالبان له خپلو یو شمیر سیمه‌ییزو نظامي قومندانانو سره یوځای وژلي او ځینې سیمي يې تصفیه کړې دي.

خو وسله‌وال طالبان بیا دا خبره نه مني او وايي، په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې يې نه یوازې یو شمېر کلي او پوستې نیولي؛ بلکې افغان سرتېرو ته يې هم درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، میوند او ژېړۍ ولسوالیو د طالبانو له لوري بريدونو کې کندهار ښار ته ۶ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي هم دي.

په کندهار کې د بشري حقونو او مدني بنسټونو فعالان کندهار ښار ته د جګړې له نږدې کېدو اندېښمن دی او د حکومت له مرکزي ادارې غواړي چې دې ولایت ته جدي پاملرنه کړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام