د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام یوازې بېګاه شپه د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په لوګر، فاریاب، اروزګان، بغلان او کونړ ولایتونو کې سختې جګړې شوې دي.

له نیږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو کڼ‌شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. د ولسوالیو د نیولو پیل په لومړي ځل د بغلان له بورکې ولسوالي وشو او طالبانو دغه ولسوالي د غویي په ۱۵مه تر خپل کنټرول لاندې راوسته چې ورسره طالبانو د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې پر امنیتي پوستونو بریدونه پراخ کړل.

په تېره یوه شپه او ورځ کې فاریاب، اروزګان، بغلان، لوګر او کونړ ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې وې چې په دې لړ کې د فاریاب ګرزیوان، د لوګر ازره او د اروزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له لوري نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فاریاب د ګرزیوان ولسوال فیض‌الله رحماني له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د مرستې او جنګي تجهیزاتو د نه رسېدو له امله دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

نوموړي وویل چې له سخت مقاومت وروسته او د حکومت له لوري د مرستې د نه رسېدو له کبله، دغه ولسوالي د علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب یې دغه ولسوالي طالبانو ته تسلیم کړې.

په ورته مهال د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د ګرزیوان ولسوالي د نیولو ترڅنګ د امنیتي ځواکونو ۳۰۰ سرتیري هم د دوی لاس ته لوېدلي دي.

بل‌خوا له اروزګان څخه هم د جګړې خبرونه ورکړل شوي او په دغه ولایت کې وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې د چهارچینو ولسوالي کې امنیه قومندان او یوه پوسته یې له پوځي مهماتو سره نیولې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د ۲۰۵اتل قول اردو ویاند محمدصادق عیسی سلام‌وطندار ته ویلي، په چهارچینو ولسوالي کې دغه پوسته طالبانو ته نه ده پرېښودل شوې، بلکې له ټولو پوځي تجهیزاتو سره د اروزګان مرکز ټرینکوټ ښار ته لېږدول شوې.

هاخوا بیا په تېره یوه شپه او ورځ کې د لوګر په ازره ولسوالي کې هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړې شوې چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبره کوي. وسله‌والو طالبانو ویلي چې د ازرې ولسوالي یې نیولې او په دغه ولسوالي کې یې  له سرتیرو سره سخته جګړه کړې ده.

د کونړ په غازي‌اباد ولسوالي کې هم د وسله‌والو طالبانو د خوځښتونو له کبله په سلګونه کورنۍ له دغه ولسوالي د کونړ ولایت نورو سیمو ته بې‌ځایه شوي دي.

له بغلان ولایت څخه هم خپاره شوي خبرونه کاږي چې د دغه ولایت د پلخمري ښار په درېو برخو کې جګړه روانه ده او د دغه ولایت درې لویې لارې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.



له دې ټولو سره د دفاع وزارت په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۲۲۱ طالبانو د وژل کېدو او ۸۸ د ټپي کېدو خبر ورکوي.  د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي، دغه شمېر طالب جنګیالي یې په کونړ، غزني، کندهار، اروزګان، زابل، فراه، غور، بلخ، فاریاب، هلمند، نیمروز، کندوز او بدخشان ولایونونو کې وژلي او ټپیان کړي دي.

د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو جګړې په داسې حال کې زور اخیستی چې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې ۷۰ ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو  لاس ته لوېدلې او دغه لړۍ تراوسه روانه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام