کاناډا د متحده عربي اماراتو په کمپونو کې پاتې ۱۰۰۰ افغانان ومنل

رویټرز خبري اژانس په کاناډا کې د سرچینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد هغه نږدې ۱۰۰۰ افغانان منلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي وو. اوس نږدې پنځه زره افغانان د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.

د غزني د روږدو کسانو د درملنې روغتون ډاکټرانو خپلې دندې پرېښي

د غزني د روږدو کسانو د درملنې پنځوس بستر روغتون ډاکټران او کارکوونکي وايي چې له د روان کال له پیل راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دې موده کې د دغه روغتون د لګښتونو لپاره هم هېڅ بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

مکېنزي: امریکايي ځواکونه ښايي بېرته افغانستان ته ستانه شي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکېنزي وايي، امریکايي ځواکونه ښايي یو ځل بیا افغانستان ته ستانه شي.
رسنیو نن د مکېنزي له قوله لیکلي چې نوموړي تېر اوړی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا په بشپړ شاتګ سره به افغان دولت وپرځېږي.

محمداشرف غني: د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له امله «جمهوري نظام» وپرځېد

د افغانستان پرځول شوي مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له کبله د نوموړي په مشري «جمهوري نظام» پرځول شوی دی. نوموړي ویلي، هیله لري داسې یوه افغانستان ته ورستون شي چې بې‌وزله او شتمن په ټولو برخو کې یو شان ونډه ولري او هغه ثبات لاس ته راوړي چې ترې اخیستل شوی دی.

د افغانستان مدني ټولنې له سقوط سره مخ دي

د افغانستان د عدالت غوښتنې ملي ډلې نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پر افغانستان د اسلامي امارت واکمنېدو وروسته مدني ټولنې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.د دې ډلې غړي د افغانستان د مدني ټولنې سقوط د هېوادوالو د غږ خاموشه کېدل بولي.

فضل الرحمان: پاکستان د خپلو ناسمو تګلارو له امله سقوط ته نږدې شوی

 د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر وايي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په کتو ښايي دغه هېواد له اقتصادي پلوه ډېر ژر سقوط وکړي. مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې د حکومت ناسمو تګلارو د دغه هېواد د اقتصاد د غوړولو مخه نیولې او که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به دغه هېواد له اقتصادي اړخه وپاشل شي.

کړکېچ نړیواله ډله: لوږه او سړه هوا به یو میلیون افغانان مړه کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

د میوند بانک د نه سقوط‌ کېدو په اړه د چارواکو ډاډ

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې په هېواد کې د میوند خصوصي بانک سقوط کړی چې یادې چارې د ګڼ‌شمېر هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي. خو د اسلامي امارت او د افغانستان بانک چارواکي دا راپورونه ناسم بولي او وايي چې په هېواد ټول بانکونه فعال دي.

د دولت سقوط او د افغان زده‌کړیالانو ناڅرګند برخلیک؛ هند ویزې نه ورکوي

یوشمېر افغان زده‌کړیالان وايي چې د اسلامي امارت له لوري د هېواد تر بشپړ کنټرول او د هند او افغانستان ترمنځ د الوتنو له دردېدو وروسته له درسونو پاتې دي.
د دوی په وینا، د هند په ګډون، نورو هېوادونو اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او همدا لامل دی چې دوی له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

امریکا او طالبان په دوحه کې مخامخ خبرې کوي

د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی به د طالبانو له استازیو سره نن د قطر په دوحه کې لیدنه وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی له طالبانو سره لیدنه کوي.

د حکومت له سقوط راهیسې کندوز کې ۱۵ رسنیو خپل فعالیتونه درولي

کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.