له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې په هېواد کې د میوند خصوصي بانک سقوط کړی او یادې چارې د ګڼ‌شمېر هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي. خو د اسلامي امارت او د افغانستان بانک چارواکي دا راپورونه ناسم بولي او وايي چې په هېواد کې ټول بانکونه فعال دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري د افغانستان بانک پر تویټرپاڼه یوه ویډیويي پیغام کې وايي چې سوداګریز بانکونه په ټولیزه توګه فعال او د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی په دغه ویډیويي پیغام کې ډاډ ورکوي چې د هېواد ټول بانکونه خپلې عادي چارې پرمخ وړي او په دغه بانکونو کې د خلکو ټول امانتونه خوندي دي.

هغه زیاته کړې چې د پیسو د وضعیت ښه‌والي پر بنسټ انفرادي مشتریانو ته د نقدي پیسو ورکړه هم زیاته شوې او د شرکتي حسابونو په برخه کې هم اړتیا ته په کتو اسانتیاوې برابرې شوي دي.

سره له دې چې د میوند بانک چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د یاد بانک یو کارکوونکی د نوم نه خپرېدو په شرط وايي چې په دې بانک کې ستونزې نشته او ټولې څانګې یې فعاله دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار وویل چې د میوند بانک د سقوط اوازې ناسمې دي او اوس مهال د افغانستان بانکونه او نورې اقتصادي برخې تر کنټرول لاندې دي او د سقوط په اړه یې اندېښنې بې‌ځایه دي.

له وضعیت څخه د خبرېدو لپاره د سلام‌وطندار خبریال د میوند بانک یو‌شمېر څانګو ته ورغلی وو چې په د کابل په دوو سیمو کې د دغه بانک څانګې دوه یا درې ورځې وړاندې تړل شوې وې او د سیمې اوسېدونکو ورته ویلي چې ښايي دغه څانګې بلې سیمې ته لېږدول شوې وي.

که څه هم عبدالحق څلور لارې ته څېرمه د میوند بانک مکروریانو څانګه پرانیستې وه، خو په څانګه کې مسوول کسانو ویلي چې د تخنیکي ستونزو له امله مشتریانو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولای. دغې څانګې ته راغلي مشتریان وايي چې دوی هم د بانک د سقوط خبر اورېدلی او غواړي له خپلو حسابونو پیسې واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د میوند بانک د بندیدو په اړه آوازې په داسې حال کې خپرېږي چې له دې وړاندې ځینو بهرنیو رسنیو هم راپورونه ورکړي وو چې د افغانستان اقتصادي وضعیت او بانکي ستونزو ته په کتو ښايي ډېر ژر بانکونه له ماتې سره مخ شي او نړیوال بانک هم په دې اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام