Asset 1SWN

ایران د کډوالو چارو د مدیریت لپاره یو بنسټ جوړوي

ایران ۱

د ایرنا خبري اژانس پرون جمعه د ایران د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي چې ټاکل شوې په دغه هېواد کې د افغانانو په ګډون، د کډوالو چارو د تنظیم لپاره یو بنسټ جوړ کړي.

په همدې حال کې یوشمېر افغان کډوال چې په قانوني او ناقانونه توګه په ایران کې اوسېږي، په دغه هېواد کې یې پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه وايي چې افغانان په ایران کې د کډوالۍ هېڅ ډول حقونه نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

میرامین امیرزاده چې هېواد کې د ا.ا په واکمنېدو سره له خپلې کورنۍ سره یوځای ایران ته کډوال شوی وايي، د کار او د ویزو د نوي کېدو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. هغه وايي چې د ایراني چارواکو څرګندونې یوازې خبرې دي او هېڅکله یې عمل پرې نه‌دی کړی.

په ایران کې یو بل افغان کډوال هارون بصیر وايي، ایران قانوني او ناقانونه کډوالو ته ارزښت نه ورکوي او کډوال هم د عدالت غوښتنې په موخه غږ نه‌شي اوچتولای. هغه زیاتوي: «بانکي کارت نه‌شې اخیستلی، کور نه‌شې نیولی، ان په مېټرو کې په نغدو پیسو تګ‌راتګ نه‌شې کولی او نانوايي کې وچه ډوډۍ هم پرې نه‌شې اخیستلی. که ناقانونه واوسې، باید په لږو پیسو کار وکړې. که قانوني هم راغلی یې، څوک دې غږ نه اوري.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر پرون په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو تنظیم ته په اشارې ویلي چې د دغه بحث ډېره برخه د افغانستان په اوسني وضعیت پورې اړه لري او ډېری افغانانو د ځان له وېرې یا اقتصادي ستونزو له کبله ایران ته پناه راوړې او دا بهیر باید ښه مدیریت شي.

بله‌خوا د بشري حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ بیا په ایران کې د کډوالو د تنظیم لپاره د ځانګړي بنسټ د جوړېدو هرکلی کوي او وایي، مخکې به افغان کډوالو ته له امنیتي زاویې کتل کېدل، خو د دغه بنسټ په جوړېدو سره به د بشري حقونو د قوانینو پر بنسټ، د افغان کډوالو ستونزې حل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د ایران د استازي لیدو ته په اشارې وايي چې ا.ا په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه له ایراني چارواکو سره دوامدارې خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم څلور ورځې وړاندې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو مدیریت اړین بللی و او زیاته کړې یې وه چې په ناقانونه توګه د کډوالو د ورتګ مخنیوي لپاره باید ټولې پولې په بشپړ ډول وتړل شي او هغه افغانان چې په ایران کې پر کار بوخت دي، هم باید سم مدیریت شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام