داعش ډلې پورې اړوند «اعماق» رسنۍ پر ازبکستاني ځواکونو د توغندیز برید تصویرونه او ویډیو خپاره کړي او ویلي یې دي چې دغه برید دوی کړی دی.

داعش ویلي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترمز سیمه کې یې پر ازبکستاني ځواکونو د «کاتیوشاه» په نوم  ۱۰ راکېټونه توغولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ازبکستاني چارواکو د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ځواکونو د داعش برید رد کړی دی. د ازبکستان د ولسمشر د مطبوعاتو رییس شېرزاد اسدوف ویلي، د افغانستان له خاورې د دغه هېواد ترمز سیمې ته نږدې د داعش له لوري پر ازبکستاني ځواکونو د برید په اړه شوې ادعا ناسمه ده.

په ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سره له دې چې وايي، بلخ ولایت کې حیرتانو ښارګوټي ته نژدې یوه کس د ورته برید هڅه کړې، خو زیاتوي چې هڅه یې شنډه شوې او سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونه پلټنې کوي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «هو هلته یوه کس هڅه کړې چې د حیرتانو ښارګوټي ته نژدې له یوه کرایي کور څخه یو شوم عمل ترسره کړي، خو هڅه یې شنډه شوې، داسې یوه جدي پېښه نه ده رامنځ ته شوې.»

په همدې حال کې د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوه محب‌الله شریف وايي، دې وروستیو کې د ازبکستان او اسلامي امارت ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوي، نو له افغان خاورې پر ازبکستان برید به نه‌یوازې ازبکستان بلکې نورو هېوادونو سره هم پر اړیکو منفي اغېز ولري.

ده وویل، سره له دې چې اسلامي امارت دې برخه کې پاتې راغلی، خو باید خپل کشفي او امنیتي ځواک پیاوړی کړي، ترڅو راتلونکې کې د داسې پېښو مخنیوی وشي. د هغه په وینا، دغه ډول پېښې پر اسلامي امارت د نه‌باور کولو فضا پراخوي.

نوموي سلام‌وطندار ته وویل: «بیا دا مسله د روسانو او ټولې منځنۍ اسیا لپاره یو عملي دلیل کېدای شي چې افغانستان نه مونږ ته ګواښ پېښ دی او په دې ارتباط بیا د افغانستان د خلکو او حکومت په مقابل او راتلونکو پالیسیو کی به دوی له داسې شکمنو پالیسیو کار اخلي چې هغه به بیا زمونږ لپاره په ضرر تمامېږي او د ګټو او ښو اړیکو شتون ټکنی کوي.»

د امنیتي او استخباراتي چارو کارپوه محمود حیدري بیا په دې باور دی، چې که د افغانستان له خاورې د هرې ترهګرې ډلې له لوري پر ازبکستان توغندیز برید شوی وي، د امریکا او لوېدیځو هېوادونو په مرستې، د روسیې او چین د سرخوږي لپاره ترسره شوی.

خو دی وايي، دغه برید د اسلامي امارت او ازبکستان په اړیکو منفي اغیز نه‌شي لرلی. نوموړي وویل، ټولو ته ښکاره ده چې د دغو ترهګرو ډلو تر شاه امریکا او لوېدیځ هېوادونه دي چې غواړي سیمه کې وضعیت کړکېچن کړي.

هغه زیاته کړه: «د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان مسوولان په داسې کړنو او مسلو ښه پوهېږی، فکر نه کوم چې د اړیکو د خرابېدو سبب شي، نو ښایي په همدې تمامه شي چې دوی خپلو امنیتي تدابیرو ته زیاته توجه وکړي او په دې اړه به د روسیې مرسته جلب کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روسیې په ګډون ځینو نورو هېوادونو د افغانستان له خاورې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ ترهګره ډله کوم هېواد ته ګواښ پېښ نه‌کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام