د اسلامي امارت چارواکو په وزارتونو، قول اردوګانو او ځینو نورو دولتي ادارو کې په لوړو پوځي او ملکي بستونو کې د ۲۰ تنو د ګومارلو په اړه یو نوملړ خپور کړی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ویلي چې دغه ګومارنې د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه نوملړ کې د ننګرهار پخوانی والي محمد داوود مزمل د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال، د زابل د والي پخوانی مرستیال ملا عبدالخالق اخند د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ د معین، د کانونو او پترولیم وزارت پخوانی معین محمدعیسی اخوند د برښنا شرکت د عمومي ريیس، د کندهار پخوانی امنیه قوماندان عبدالغفار محمدي د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال او رحیم‌الله محمود د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ګومارل شوي دي.

د دغه نوملړ پر بنسټ، عبیدالله د پروان د والي په توګه، محمدادریس د پروان د والي د مرستیال او عزیزالله د دغه ولایت د امنیه قوماندان په توګه ګومارل شوي دي. دغه‌راز، محمد نعیم د بغلان د والي د مرستیال، بریال د کاپیسا د والي، ضیاءالحق د کاپيسا د امنیه قوماندان، ندا محمد د کابل د والي په توګه ټاکل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې نوملړ کې راغلي چې ګل‌محمد د ننګرهار د والي، رباني د والي د مرستیال په توګه، مولوي قیام د ننګرهار د امنیه قوماندان په توګه ګومارل شوي دي. د دغه لست په پای کې ویل شوي چې زرمحمد د نورستان د والي او سلیمان اغا هم د زابل د والي په توګه ګومارل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام