د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړی چې د «شرعي نظام ټينګښت»، «د الهی احکامو پلي کول» او د «ټولنې اصلاح» لپاره یې د سرپرست حکومت په تشکیل کې پوځي محکمه جوړه کړې ده. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه پوځي محکمه د اسلامي امارت د رهبر هبت‌الله اخوند‌زاده د فرمان پراساس رامنځ ته شوې.

د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې، مولوي عبیدالله نظامي د یادې پوځي محکمې د رییس په توګه او مولوي سیداغا او زاهد اخوند‌زاده د یادې محکمې د قاضيانو په توګه ټاکل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 سمنګاني زیاته کړې چې د اسلامي امارت پوځي محکمه د شرعي احکامو په رڼا کې د دې واک لري چې د درېوو امنیتي بنسټونو د مسوولانو او منسوبینو پر وړاندې شکایتونه، دعوا او عرایض ثبت، وڅېړي او په اړه یې شرعي پرېکړه وکړي. د هغه په وینا، د پوځي محکمې پرېکړه د درېوو محکمو او د اسلامي امارت د رهبر له تایید وروسته د پلي کېدو وړ وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام