اسلامي امارت پوځي محکمه جوړه کړه

د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړی چې د «شرعي نظام ټينګښت»، «د الهی احکامو پلي کول» او د «ټولنې اصلاح» لپاره یې د سرپرست حکومت په تشکیل کې پوځي محکمه جوړه کړې ده. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه پوځي محکمه د اسلامي امارت د رهبر هبت‌الله اخوند‌زاده د فرمان پراساس رامنځ ته شوې.

د غور په محکمو کې د قضیو هواري لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې

هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼ‌شمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ-اوونۍ په تمه شي.

په درېوو میاشتو کې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضیې ثبت شوي

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د ۱۴۰۰کال په لومړيو درېو میاشتو کې یې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضيې ثبت او رسېدنه کړې چې له ډله یې ۱۲۷۶ قضيې عادي او پاتې ۷۷ قضي بیا د اداري فساد اړوند د درنو جرمونو قضیې دي.

تېر کال ایران ته پر قاچاقي لارو تلونکي ۷۵ افغانان مړه شوي

د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو کړو فعالیتونو راپور خپور کړ.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي چې د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون مشري کوله، نن یې د دغه کمېسیون د یو کلن کاري راپور خپرولو پر مهال وویل چې د دغه کمېسیون امنیتي بنسټونو د کډوالو او انساني قاچاقیانو۳۴ ډلې پېژندلي چې د کډوالو او انساني قاچاق په تور یې ۷۰ کسان نیولي دي.

د خبریالاتو د قضیو نه څېړلو په اړه د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نیوکې

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رییس نجیب شریفي د مطبوعاتو د ازدۍ  نړیوالې ورځې په لمانځغونډه، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړلو په اړه د حکومت څرګندونې ادعا او سمبولیکي بولي وایي، په دې برخه کې د مرستیو غوښتنو سره سره لازمه همکاري او توجه نه ده شوې.