د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو کړو فعالیتونو راپور خپور کړ.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي چې د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون مشري کوله، نن یې د دغه کمېسیون د یو کلن کاري راپور خپرولو پر مهال وویل چې د دغه کمېسیون امنیتي بنسټونو د کډوالو او انساني قاچاقیانو۳۴ ډلې پېژندلي چې د کډوالو او انساني قاچاق په تور یې ۷۰ کسان نیولي دي.

د معنوي په وینا، تېرکال د هېواد په محکمو کې د انساني قاچاق، کډوالو قاچاق او بچه بازۍ ۲۳۵ قضیې ثبت شوي چې له دې ډله ۱۵۸یې د انساني قاچاق اړوندې قضیې دي.

د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون رییس وايي، ۷۵ افغانان چې په قاچاقي توګه ایران ته تللي وو، خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې ۶۴ کسان ټپیان شوي چې له درملنې وروسته بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون شمېرې ښیې چې په ۱۳۹۹ کال کې، د کډوالۍ اسنادو پرته ۸۰۶ زره افغان کډوال، له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام