ګڼ شمېر افغانان له کلونو راهیسې د هوسا او خوندي ژوند ته د رسېدو لپاره د انساني قاچاقیان په خوړو او تشو خبرو باور کوي او پر ګواښوونکو لارو نورو هېوادونو ته د تګ زړه ښه کوي.

جمشېد هغه ځوان دی چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له قانوني اسنادو پرته ایران ته خوځېږي، خو د لارې په اوږدو کې د هغه د تمې خلاف ستونزو سره مخ کېږي او قاچاقي یې د ایراني پولیسو له لوري د نیولو له وېرې یوه او بل ځای ته لېږدوي.

نوموړی وایي، هېواد کې د وزګارتیا له امله اړ شوی چې ایران ته په ډېرو ستونزو ځان ورسوي او د څه مودې لپاره په دغه هېواد کې پاتې شي او بیا له ایرانه ترکیې ته ولاړ شي. د هغه په خبره،  له ترکیې وروسته له ملګرو سره په ګډه یوه قاچاقي یونان ته بیولی دی.

جشمېد په یوه اروپايي هېواد کې د ارامه ژوند په موخه له خپلو ملګرو پیسې په پور اخیستې دي. دی وايي، د نامنظمې کډوالۍ په لاره کې یې ډېرې ستونزي ګاللي او ان د خوړو لپاره یې ډوډۍ او څښاک لپاره یې هم اوبه نه لرلې. د نوموړي په وینا، ګډوالۍ ته یې ځکه زړه ښه کړی چې خپلې دولس کسیزې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، خو په سختو او ستونزمنو لارو اروپا ته له رسېدو سره سم تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته را وګرځول شو.

هغه زیاتوي، ځوانان د ښه ژوند په هيله له قانوني اسنادو پرته بهرنیوهېوادونو ته په سختو او ناوړه شرایطو کې سفر ته زړه ښه کوي، څو خپله کورنۍ له بې‌وزلۍ وژغوري، خو ګڼ‌شمېر ځوانان پر یادو لارو له ډېرو ستونزو ګاللو سره سره بیا هم تش لاس افغانستان ته استول کېږي.

محمد هاشم هغه ځوان دی چې د ښه ژوند د لرلو په هیله بهرنیو هېوادونو ته تللی و، اوس بېرته هېواد ته راستون کړل شوی دی.

هغه وایي ایران ته د رسېدو لپاره یې پرځان ټول ګواښونه منلي و او اروپایي هېوادو ته د رسېدلو په موخه یې خپل ټول شته ورته خرڅ کړل، خو له وهلوټکولو او د پیسو له لاسه ورکولو پرته یې، بل څه په نصیب نه شول.

د نوموړي په وینا، قاچاقيانو به په وسلو او چړو وهل او ګواښ به یې ورته کاوه که پیسې ورنکړي غوږونه او ګوتې به ترې پرې کړي. د هغه په خبره، په یوه کرولا ډوله موټر کې چې ۴ تر ۵ کسان پکې ځایږي قاچاقي به تر ۴۵ کسان پکې ځایول او له پولو به یې تېرول.

محمد هاشم وايي، د سفرستونزو، د انساني قاچاقیانو ناوړه چلن او د ډېرو پیسو له لاسه ورکولو هغه او ملګري یې اړ شوي وو چې موخې ته د رسېدو لپاره پر لوړو غرونو د ښه ژوند د برابرولو په نیت سفر وکړي.

د هغه په وینا، اروپا ته د رسېدو لپاره یوشمېر هغه ځوانانو به چې په سختو لارو تګ کاوه، که پر لاره به ناروغ شول او یا به له غره څخه ښکته ولوېدل، همالته به یې ورباندې دوه درې تیکې کېښودې او خښ به یې کړ. د نوموړي په خبره، ځوانان دغو ستونزمنو او سختو لارو باندې سفر ته ځکه زړه ښه کوي چې په کور دننه افغان حکومت ځوانانو ته د کار زمینه نده برابره کړې.

د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکوچارو رییس عبدالمالک رستمي وايي، د تازه بېرته راګرځېدونکو کډوالو لپاره پر څو پلانونو کار کوي. د هغه په وینا، کوم کډوال چې هېواد ته بېرته راګرځي باید دغې ادارې ته مراجعه وکړي، څوهغوی یې ثبت کړي او د اړوندو بنسټونو په همکارۍ چې د خوړو او غیرخوراکي مرستې برابریږي، ورڅخه برخمن شي.

هرکال زرګونه ځوانان هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره اروپايي هېوادونو ته پر سختو لارو د تګ زړه ښه کوي، خو دغو لارو کې مرګ او ژوند یوازې یو چانس دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام