د کابل په بېګانۍ اورلګېدنه کې څه تېر شول؟

بېګاه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند په مرادبېګ کلا سیمه کې د تېلو ټانکرو اور واخیست چې له کبله یې ډېری ټانکرونه د اور په لمبو کې وسوځېدل.
د دغې پېښې سیمې ته نن د سلام‌وطندار خبریاله حمیده مددي ورغلې ده. هغه وايي، د اورلګېدنې په سیمه کې ښکارېدل چې ټانکرونه په بشپړه توګه له منځه تللي وو او له اورلګېدنې څو ساعته وروسته لا هم پرې بل اور نه و مړ شوی.

بې‌وزلي او وزګارتیا ځوانان کډوالۍ ته اړ کړي

ګڼ شمېر افغانان له کلونو راهیسې د هوسا او خوندي ژوند ته د رسېدو لپاره د انساني قاچاقیان په خوړو او تشو خبرو باور کوي او پر ګواښوونکو لارو نورو هېوادونو ته د تګ زړه ښه کوي.

جمشېد هغه ځوان دی چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له قانوني اسنادو پرته ایران ته خوځېږي، خو د لارې په اوږدو کې د هغه د تمې خلاف ستونزو سره مخ کېږي او قاچاقي یې د ایراني پولیسو له لوري د نیولو له وېرې یوه او بل ځای ته لېږدوي.

د کورونا درېیمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۵ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا د اخته کسانو ۹۲۲ شکمنې پېښې کتل شوي چې له ډلې یې ۱۶۶ هغه مثبتې ختلي او په همدې موده کې ۵ کسان چې پر دغه ویروس اخته وو، مړه شوي دي.
پر کورونا ویروس د اخته کسانو دغه نوې شمېرې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوي دي. په همدې حال کې په یوه شپه او ورځ کې له دې ناروغۍ ۱۱۹ کسان بېرته رغېدلي دي.

لوګر کې موټربم برید خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د لوګر ولایت د مرکز  پل علم ښار سوداګر، هټۍوال او عام وګړي وایي، د جمعې په ورځ د شوي موټربم برید له امله خلکو ته د سر زیان سربېره میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د دوی په وینا، په دې چاودنه کې د استوګنې کورونه، سوداګریز مارکېټونه او هټۍ ویجاړې شوي او له حکومت څخه یې د ژرترژره مالي مرستو غوښتنه کوي.

کونړ او پکتیا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې اعتراض او د اوربند غوښتنه

ګڼ‌شمېر کونړیانو چې نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، په هېواد کې وروستۍ امنیتي پېښې، د تاوتریخوالي ډېروالی او د سولې خبرواترو ځنډېدل وغندل او د اوربند غوښتنه یې وکړه. په لاریون کې د ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو تر څنګ، معلولانو هم ګډون کړی و.

د کابل په بېګانۍ اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي او ۱۴ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د شکردرې ولسوالي د کارېزمیر او مرادبېګ کلا اړوند د کابل په شمالي دروازه کې د بېګانۍ اورلګېدنه له کبله لږترلږه ۷ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي لوړې شي. د نوموړي په وینا، یاده اورلګېدنه بېګاه شاوخوا ۹ بجې د تېلو یوه ټانکر کې له اورلګېدنې پیل او وروسته ترې لسګونو نورو ټانکرو هم اور اخیستی او بشپړ ډول سوځېدلي دي.