بېګاه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند په مرادبېګ کلا سیمه کې د تېلو ټانکرو اور واخیست چې له کبله یې ډېری ټانکرونه د اور په لمبو کې وسوځېدل.

د دغې پېښې سیمې ته نن د سلام‌وطندار خبریاله حمیده مددي ورغلې ده. هغه وايي، د اورلګېدنې په سیمه کې ښکاري چې ټانکرونه په بشپړه توګه له منځه تللي وو او له اورلګېدنې څو ساعته وروسته لا هم پرې بل اور نه و مړ شوی.

د هغې په وینا، هوا د تېلو او ګازو بوی نیولې وه او یوشمېر خلک د سیمې نندارې، ځینې د موټرچلوونکو مرستې او یوشمېر نور هم د سوځېدلیو توکو وړلو ته ورغلي وو چې په بې‌غورۍ سره یې د سوځېدلیو ټانکرونو ټوټې او وسپنې راټولولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تېلو له ټانکرونو سره یوځای د هغو د موټرچلوونکو سوځېدل تر ټولو دردناکه شېبه ده. د پېښې عیني شاهدان وايي، د یادو ټانکرونو ډېری چلوونکي سوځېدلي او خپل ژوند یې لاسه ورکړی دی.

د پېښې یو عیني شاهد نصیراغا وايي، اورلګېدنه ډېره ستره وه او د سیمې خلکو یې له کبله کورونه پرېښي وو او د غره پر لور روان وو. هغه زیاتوي چې ځینې کسان دا پېښه د چسپکي ماین د چاودنې او ځینې نور یې هم د توغندي لګېدو له کبله بولي.

د پېښې یو بل شاهد قاسم بیا وايي چې د اورلګېدنې پر مهال چورلکې ګرځېدې را ګرځېدې او یاد ټانکر هم د چورلکې له لوري ويشتل شوی دی. د نوموړي په وینا، ۷ جسدونه یې لیدلي چې په دې اورلګېدنه کې سوځېدلي وو.

اورلګېدنې یوشمېر کسانو ته ځاني او په سیمه کې استوګنیزو کورونو، هوټلونو او د تېلو یوه ټانک ته هم ډېر مالي زیانونه اړولي دي. د کابل پولیس وايي چې پېښه د تېلو یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله شوې ده.



د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په یاده اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د هغه په خبره، ښايي دا شمېرې وروستۍ نه وي او ښايي لوړې شي. فردوس د پولیسو له لوري د اورلګېدنې د اصلي لامل پیدا کولو لپاره د څېړنو د پیل خبر ورکوي.

په همدې حال کې د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونه د دې اورلګېدنې پر څرنګوالي د نیوکې تر څنګ وايي، حکومت یې باید ژرترژره اصلي لامل پیدا کړي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې رییس توکل احمدیار خبرداری ورکوي، که یاده پېښه په بشپړ ډول ونه څېړل شي، هېواد ته د تېلو او ګازو له راوړلو لاس واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د تېلو او ګازو ټانکرونه په اور کې سوځي، بلکې تر دې وړاندې د هرات په اسلام‌کلا ګمرک او ښار کې د ګازو یوې زېرمې اور واخیست چې له کبله سوداګرو او د باروړونکو موټرو چلوونکو ته سخت مالي زیانونه واوښتل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام